په داسې حال کې عام خلک پر مسلکي بستونو د وړتيا لرونکو کسانو د ګومارلو غوښتنې کوي، تازه د کورنيو چارو وزارت مرستيال محمد نبي عمري هم په دولتي چوکاټ کې د مسلکي کسانو ګومارل او له وړتياوو يې استفاده د نظام لپاره جدي اړتيا بولي.
عمري په خوست کې د تخنيکي وسايلو له يوه نندارتون د کتنې پرمهال وايي، د اوسني نظام بقا لپاره د علمي کادرونو له وړتياوو استفاده حياتي ده او په خبره يې بايد د حکومت په اډانه کې ورته پراخ فرصتونه برابر شي.
عمري د اوسني حکومت بقا لپاره يوازې پر طالب او ملا د اتکا باور ناسم ګڼي او په خبره يې، په حکومتي چوکاټ کې د مسلکي کسانو له ځای پر ځای کېدو پرته د دې هدف ترلاسه کول ناشوني دي.
عمري وايي:« که زه دا اشتباه وکړم، که زما مشران دا اشتباه وکړي، چې نظام یوازې پر ما جوړېږي، یوازې پر ما مجاهد، طالب او ملا باندې جوړېږي، دا اشتباه ده. د دوی دې مبارک وي، موږ له دوی په دې اشتباه کې موافق نه یو.»
عمري وايي، د نويو مسلکي کسانو روزل وخت نيسي او له موجوده هغو بايد په خپلو برخو کې استفاده وشي.
نوموړی پر ملي يووالي د ټينګار ترڅنګ له حکومت غوښتنه کوي، چې له اوسني وضعيت د وتلو لپاره دې ديني او عصري زدهکړو ته يو ډول زمينه برابره کړي.
عمري وايي:« نوي انجنیران، نوي جنرالان او نوي علما یا ساینپوهان موږ برابرو، پر هغې ډېر مصارف کېږي او هغه ډېر وخت نیسي.»
ورته مهال په خوست کې د مسلکي مرکزونو مسوولین او زدهکوونکي له سرپرست حکومت د یادو روزنیزو مرکزونو د لا پياوړتيا په موخه د توجو غوښتنه کوي.
د دوی په خبره که اوسنی سرپرست حکومت ورسره همکاري وکړي، ممکنه ده چې د اوسنۍ نړۍ له غوښتنو سره سم په ډېرو برخو کې شته اړتیاوې په خپل هېواد کې پوره کړي.
د خوست میخانیکي انسټیټیوټ امر سیف الرحمان مظلوم وايي:« اوس وخت کې د تعمیراتو د خرابوالي ، ورکشاپونو کې کوم مواد چې دي، هغه پخواني دي، نوي مواد باید ورکړل شي، تعمیرونه باید ورغول شي او کوم وسایط چې دي، دا مو له کاره لوېدلي دي.»
زده کوونکی همت الله وايي:« کمپیوټر نه وه، د کمپیوټر لپاره دومره پیسې له ما سره نه وې، چې د ۱۰ زرو یا ۱۵ زرو افغانۍ باندې یو کمپيوټر اخیستی وی او دغه پروژه مې پرې بشپړه کړې وی.»
د کورنيو چارو وزارت مرستيال محمد نبي عمري له دې وړاندې د پاکستان حکومت ته مشوره ورکړې وه، چې د زور په کارولو سره د تحريک طالبان پاکستان ډله له منځه نه شي وړلی او اړتيا ده، چې د ستونزې حل لپاره ورسره خبرو ته کيني.