Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي

کارپوهان: پاکستان په افغانستان کې ځواکمن مرکزي نظام نه غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/14

له هغې وروسته چې په پاکستان کې د ټي.ټي.پي او بلوڅو ازادي غوښتونکو بریدونه زیات شوي، د دغه هېواد چارواکي یې پړه پرافغانستان اچوي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، په پاکستان کې ناامني او بریدونو زیاتوالی د دغه هېواد د نظامي حکومت د هغو پالیسو پایله ده چې له مخې یې په تیرو ۵۰ کلونو کې ترهګري وروزله او ملاتړ یې وکړ.

دوی وايي، پر افغانستان د پاکستان وروستي تورونه او بریدونه یوازې پلمې دي چې غواړي د نړۍ په وړاندې ځان له ملامتۍ وژغوري.

د کارپوهانو په باور، پاکستان هېڅ کله هم په افغانستان کې ځواکمن او خپلواک مرکزي نظام نه غواړي او په کابل کې دغه ډول نظامونه د خپل ځان لپاره ګواښ ګڼي.

د دوی په خبره، اسلام اباد تل هڅه کوي چې کابل کې  د ځواکمنو حکومتو د  جوړېدو مخه ونیسي او د دوی سیاستونو تر اغیز لاندې حکومت  رامنځ ته شي.

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« پاکستان هېڅکله هم نه غواړي چې په افغانستان کې یو قوي او باثباته حکومت جوړ شي. که څومره قوي او باثباته حکومتونه هم دلته منځته راشي، پاکستان به د هغې پر وړاندې هلې ځلې کوي، ترڅو هغه حکومتونه ضعیفه او بلاخره له منځه یوسي.»

د سیاسي چارو کارپوه کمال ناصر اصولي وايي:« پاکستان تل په افغانستان کې یو کمروزی دولت غواړي چې د دوی پالیسو لاندې کنټرول کړی شي، داسې یو دولت چې هغه مرکزي وي او قوي وي، د دوی پر ګټه نه ده.»

خو اسلامي امارت وايي، پاکستان پر افغانستان  یوازې تورونه پورې کوي او په حقیقت کې پاکستان د خپل داخلي امنیت ټينګښت مسوولیت لري او اسلامي امارت دا ډاډ ورکوي چې خاوره به یې پر وړاندې ونه کارول شي.

د سلامي  امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په پاکستان ک شویو امنیتي پیښو کې هېڅ ډول لاس نه لري او اسلام اباد د خپلو ولسونو د ذهنیت بدلون په موخه پر افغانستان تور پورې کوي.

مجاهد وايي:« متاسفانه پاکستان پرله پیسې تورونه پورې کوي، د خپلو مسوولیتونو پړه پر افغانستان اچوي، پاکستان کې دننه امنیت، هلته د پېښو مخنیوی دا د پاکستان امنیتي ځواکونو کار دی او باید بیداره واوسي، دوی باید خپله خاوره وساتي، امنیت وساتي، هغه کوم مصارف چې دوی په دې برخه کې کوي، د هغې پر اساس باید خدمات وړاندې کړي. داچې افغانستان تورنوي، په وړو موضوعاتو باندې یا د هرې موضوع نسبت افغانستان ته کېږي، د دې مانا دا ده چې دوی له خپلو مسوولیتونو تېښته کوي او غواړي عامه ذهنیت بلخوا واړوي او یوه نوع خپله کمزوري توجیه کړي. نو دا پر ځای کار نه دی. افغانستان بیاهم اعلان کوي چې د پاکستان په ګډون د هېڅ هېواد پر وړاندې چاته د فعالیت اجازه نه ورکوي او نه هغو پېښو کې موږ لاس لرو، چې د پاکستان په خاروه کې پلان کېږي.»

د سیاسي چارو کارپوهان بیا په پاکستان کې د جګړو او ناامنیو  زیاتېد لامل د بلوڅو او پښتنو پر وړاندې د دغه هېواد د پوځ جګړه یادوي.

دوی وايي، د حل یوازینۍ لاره ملکي حکومت ته د واک ورکړه ده او له سیاسته د دغه هېواد څارګره اداره او د پوځ اېستل دي.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي:« د پاکستان د پوځ او استخباراتو جګړه د خپلو ولسونو پر وړاندې په ځانګړي ډول د پښتنو او بلوڅو پر وړاندې ظلم دی. د دې ظلم پر وړاندې هرڅوک چې درېږي، د هغه جګړه حق ده. که پاکستان غواړي خپلې امنیتي ستونزې حل کړي، دوی باید خپل د ولسونو حقه حق ورکړي، ولسواکي جاري وساتي، ملکي حکومت ته صلاحیت ورکړي، پوځ او استخبارات له سیاسته ګوښه شي. دغه د حل لاره ده.»  

تازه په پاکستان کې یو څيړنیز مرکز راپور خپور کړی، چې په دغه هېواد کې د وروستیو بریدونه له امله یې له ۴۲۰ زیات کسان وژل شوي چې ډېری یې پوځیان دي.

د پاکستان ادعا داده چې د ټي.ټي.پي غړي په افغانستان کې دي او په پاکستان کې بریدونه له هماغه ځایه پلانوي خو اسلامي امارت بیا په کلکه دا ردوي او زیاتوي چې ټي.ټي.پي په افغانستان کې هېڅ ځای نه لري او به یې د افغانستان خاوره یې پر وړاندې استعال شي.         

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist