Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هند  د ا.ا له لوري افغان اهل هنودو او هندوانو ته د غصب شویو جایدادونو د بېرته ورکړې له پرېکړې هرکلی کړی

هند  د ا.ا له لوري افغان اهل هنودو او هندوانو ته د غصب شویو جایدادونو د بېرته ورکړې له پرېکړې هرکلی کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/14

د هند بهرنیو چارو وزارت وايي، داسې راپورونه يې ترلاسه کړي چې د افغانستان  سرپرست حکومت د افغان هندوانو او سیکانو غضب شوې ځمکې بېرته ورسپاري.

د دې وزارت مسوولانو زیاته کړې، افغان اهل هنود او هندوانو ته د هغوی د غصب شویو ځمکو د بېرته ورکړې هرکلی کوي او په مثبت نظر ورته ګوري.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال وايي:« موږ هم یو شمېر راپورونه ترلاسه کړي. دا چې طالبانو اهل هنودو او سیکانو ته چې د هغه هېواد وګړي دي، د خپلو ځمکو د ورکړې پرېکړه کړې، موږ یې هرکلی کوو او مثبت پرمختګ یې ګڼو.»

له دې سره په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر وايي، د غصب شویو ځمکو د تصفيې کمېسيون په کابل او ولايتونو کې د اهل هنودو ځمکې تثبيت کړي او په خبره يې له دوی يې غوښتي، چې د خپلو يادو غصب شویو ځمکو د مالکيت قانوني اسناد نوموړي کمېسيون ته وسپاري.

سهیل شاهین وايي:« د تصفیې کمېسیون چې د عدلیې وزیر تر مشرۍ لاندې جوړ شوی، ځېنو هندوانو او سیکانو ته کورونه او جایدادونه سپارلي دي. خو د هندوانو او سیکانو ټولنې له مشرانو یې د هغو کسانو د نومونو لیست او د ملکیت اسناد غوښتي کوم چې ادعا کوي کورونه یې غصب شوي دي ترڅو د هغوی اسنادو په کتلو سره دوی ته خپل کورونه او جایدادونه وروسپارل شي.»

بلخوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د سرپرست حکومت له لوري افغان اهل هنودو او هندوانو ته د غضب شویو ځمکو سپارل به په کور دننه او بهر د حکومت معنوي ملاتړ له زياتېدو سره مرسته وکړي.

سرپرست حکومت د افغان اهل هنودو او هندوانو له شکايت وروسته، د دوی غصب شويو ځمکو د تثبيت او بېرته ازادولو لړۍ پيل کړه.

 چارواکو ډاډ ورکړی، چې د يادې لړۍ له بشپړېدو وروسته به په کابل او ولايتونو کې اهل هنود او هندوانو ته خپلې ځمکې او نور جايدادونه بېرته وسپاري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist