له نږدې درې کلونو راهیسې پرافغانستان نړیوالو بندیزونه وضع کړي دي چې افغان ولس یې له نړیوالې سیاسي او اقتصادي انزوا سره مخ کړی دی .
اسلامي امارت وايي، نړۍ باید پرافغانستان لګېدلي د بندیزونه لرې کړي او افغان ولس ته خپل نړیوال حقوقو ورکړل شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دبندیزونو وضع او د فشارونو واردول کومه پایله نه ورکوي او برعکس شته فاصله نوره هم زیاتوي.
مجاهد وايي:« د فشارونو لګولو که پایله ورکوله، دلته ۲۰ کاله جنګ هم وشو، وسلې هم استعمال شوې، قوتونه هم دلته راغلل، خو پایله یې ورنه کړه، بندیزونه هم پایله نه ورکوي، برعکس دا فاصلې زیاتوي، بې باوري منځته راوړي او ستونزې زیاتوي، نو هرڅه ژر باید دا ټول بندیزونه لرې شي. د افغانستان خلکو ته خپل حق ورکړل شي، د حق غصب کول، موانع رامنځته کول د افغانستان پرمختګ په لاره کې، دا د هېڅ لوري پرګټه نه دي.»
د سیاسي چارو کارپوهان بیا په دې باور دي چې د نړیوالو بندیزونو پرافغان چارواکو او حکومت هېڅ ډول اغیز نه دی کړی بلکې عام افغانان چې ۴۰ کاله جګړې ځپلې او اوس د دوی بندیزونو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي.
دوی وايي، نړیوال چې ځان د بشرمدافعین ګڼي خو پر ۴۰ میلیونه افغان ولس چې هم بشر دی د خپلو سیاسي موخو لپاره بندیزونه لګولي دي.
د سیاسي چارو کارپوه واحد فقیري وايي:« د دې تاوان افغانانو ته رسېږي، افغانان منزوي دي، افغانان له اقتصادي لحاظه په بد وضعیت کې دي، افغانان دي چې دغه شرایط یې کړوي.»
خو ځینې نور بیا په دې باور دي چې پرافغان حکومت د نړیوالو نیوکو او بندیزونو لګولو اصلي لامل په افغانستان کې د سرپرست حکومت دوام او د هغو مشروع غوښتنو نه عملي کول دي چې د نجونو د زده کړو په برخه کې یې ترې لري.
د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« دغه څه نیوکې او تورونه چې پر سرپرست حکومت باندې لګول کېږي، لامل یې د نړۍ هېوادونو او ولس هغه مشروع غوښتنې دي، چې دوی( اسلامي امارت) تر اوسه پورې نه دي عملي کړي، چې لوی لامل یې د نجونو ښوونځي او پوهنتون مساله ده.»
خو اسلامي امارت بیا له وړاندې ویلي چې د سرپرست کابینې دوام په کارونو کې خنډ نه دی راوستی سرپرست وزیران خپلې چارې له بشپړ مسوولیت سره ترسره کوي خو هڅه کوي چې حکومت له سرپرستۍ وباسي.