Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیلانیان د کونړ ـ جلال آباد لویې لارې د ستونزو حل غوښتنه کوي

سیلانیان د کونړ ـ جلال آباد لویې لارې د ستونزو حل غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/13

لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان د هېواد له هغو طبیعي ښکلا لروونکي ولایتونو دي، چې د پسرلي په را رسېدو سره د ګڼو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو کوربه وي.

ختیځو ولایتونو ته راغلي سیلانیان وايي، د کوچني اختر په ورځو کې د کونړ ـ جلال آباد پر لویه لار ترافیکي ګڼې ګوڼې، بې نظمۍ، د لویو لارو خرابوالي او د لویو لارو په اوږدو کې د ترافیک پولیسو نشتوالي له ستونزو سره مخ کړي.

دوی وايي، یادو ستونزو ګڼ سیلانیان په تفریح وتلو منصرفه کړي او په دې برخه کې د لازمو اسانتیاوو غوښتنه کوي.

یو تن سیلاني وايي:« ډېری داسې خلک دي چې راځي خو دا ګڼه ګوڼه زغملی نه شي او بېرته ګرځي.»

یو بل سیلاني بیا وايي:« موږ ۸ بجې راوتلي یو، شاوخوا دوه ساعته کېږي، چې حرکت مو نه دی کړی.»

سیلانیان او د ننګرهار اوسېدونکي دغه راز له سرپرست حکومته غوښتنه کوي، چې د کونړ ـ جلال آباد لویې لارې د پراختیا او د یادې لویې لارې د بدیل لپاره بېړني ګامونه پورته کړي؛ ترڅو خلک او سیلانیان راتلوونکې کې له ستونزو سره مخ نه شي.

یو تن سیلاني وايي:« که حکومت سړکونه پراخه کړي او ښې او مناسبې لارې جوړې کړي، ترڅو هېوادوال په اسانۍ سره مېله ځایونو ته ځانونه ورسوي او له خپلو مېلو خوند واخلي.»

بل لور ته د ننګرهار د ترافیکو مدیریت مسوولین د سیلانیانو ستونزې او شکایتونه مني؛ خو په دې برخه کې د لازمو اقداماتو ډاډ ورکوي.

د ننګرهار ولایت ترافیکو مدیر جواد شېرزاد وايي:« میاشت وړاندې یې موږ ته شاوخوا ۱۲۰ تنه نور تشکیل راکړ، خو دغه تشکیل له تورخم پورې، د کامې تر پله پورې، د فامیلو چوک پورې، درونټې پورې او د سره رود ولسوالۍ پورې مو ځای پر ځای کړي.»

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مالوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې لسګونه بهرنیو سیلانیانو د ننګرهار له تاریخي او تفرېحي سیمو لیدنې کړي او ډاډ ورکړل شوی، چې ټولو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته به د سیاحت او تفرېح لپاره لا نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist