پاکستان د ستونزو ایجاد له امله له افغانستان سره تل د سوداګرۍ پر مخ د ستونزو پر رامنځته کولو تورن دی او له همدې کبله ده، چې دمګرۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ ۸۵ سلنه ټرانزیټ پر ټپه ولاړ دی.
سرپرست حکومت د سوداګرۍ لپاره د پاکستان د بدیل پيدا کولو هڅې پيل کړې او په همدې موخه د صنعت او سوادګرۍ وزارت رهبرۍ په کچه ناسته هم ترسره شوې.
دغه ناسته کې د تعرفې کمېټې د غړو په شتون کې د سوداګرۍ د کچې د ودې او د سوداګرۍ لپاره د پاکستان پر ځای د مناسب بديل پيدا کولو په اړه بحث شوی.
د صنعت سوداګرۍ وزارت ویاند اخندازه عبداسلام جواد وايي: « د هېواد د سوداګرۍ لپاره د بدیلو لارو د پیدا کولو لپاره د تعرفي محترمې کمېټې غونډه جوړه شوه، په دې غونډه کې الحاج عزیزي په افغانستان کې د صنعت د ودې په پرخه کې د اسانتیاوو په برابرولو ټینګار وکړ او د هېواد د سوداګرۍ د پراختیا او صنعت ته ودې په اړه یې وویل، د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د بدیلو لارو پیدا کول د ځېنو لارو او بندرونو تړل نه دي، بلکې موږ په دې هڅه کې یو چې خصوصي سکټور ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړو.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین که څه هم نوې ټرانزيټي لارې د پخوانيو هغو پرتله ډېر لګښته ګڼي خو زیاتوي، چې سربېره پر دې هم سوداګر لېوال دي څو له مرکزي اسیا هېوادونو او ترکیې سره د ایران له لارې راکړه ورکړه وکړي.
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ مشر خانجان الکوزی وايي: « تاسې ګورئ چې له یوه کال راهیسې له پاکستان سره دا ستونزه رامنځته شوې خو له نېګه مرغه الحمد الله د افغانستان په مارکېټ کوم کمی نه دی راغلی، نه د موادو او نه بل څه کې، له بلې لارې موږ خپلې ستونزې هواروو چې هغه د مرکزي اسیا له لارې یا د ایران له لارې دي. زما په نظر زموږ ټرانزیټ د ایران له لارې، ایران د راپورونو له مخې درې چنده زیات شوی دی، هم له ترکیې د ایران له لارې زموږ کانټنرې راځي او هم د خلیج له لارې.»
د اقتصادي چارو کارپوهان د مسوولینو هڅې ستایي او د سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان احتياج د ختمولو د ارزانې سوداګرۍ په موخه د بديلونو پر موندلو ټينګار کوي.
د اقتصادي چارو کارپوه محب الله شریف وايي: « د بدیلو لارو په لټه کې شو او بلاخره بدیلې لارې پیدا کړو؛ نو دا باید اسانه، ارزانه او لنډې وي او زموږ سوداګرو ته په کې اسانتیاوې وي، کله چې د سوداګرۍ وزارت د دغسې پرمختګ خبره کوي او دا ډېره مهمه ده چې زموږ سوداګر په دې ورزل شي چې باید بدیلې لارې وګوري، ان په داسې حالاتو کې چې لا لارې نه وي بندې شوې موږ باید د ارزانه او لنډو لارو په لټه کې اوسو.»
سوداګر نبي افغان وايي:« دا یو څه ګرانه ده او قیمته تمامېږي خو زموږ د سوداګرو د ستونزو هوارولو او دې ناخوالو ته د پای ټکي اېښودلو لپاره موږ بله لار نه درلوده.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مالوماتو له مخې، د تېرکال پرتله له پاکستان سره په وارداتو کې ۵ سلنه او صادراتو کې ۴۵ سلنه کمښت راغلی، چې په پایله کې يې د یونیم میلیارد ډالرو په ارزښت واردات ۷۰۰ میليونو ته راښکته شوې.