Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: افغانستان د ترهګرۍ مرکز نه بلکې قرباني دی

کارپوهان: د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالو او افغان ولس مشروع غوښتنو منل اړین دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/03

سره له دې چې له ۲۰ زیاتو هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولۍ د افغانستان اوسني نظام ته سپارل شوي او د سیمې ګڼ هېوادونه او نړیوال سازمانونه په کابل کې فعالې استازولۍ لري؛ خو بیا هم هېڅ لوري په رسمیت د افغانستان نظام د پېژندنې اعلان نه دی کړی.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت به هغه مهال په رسمیت وپېژندل شي چې د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار په برخه کې د افغان ولس او نړیوالو مشروع غوښتنې عملي کړي او په حکومت کې سرپرستي ختمه کړي.

دوی په دې باور دي هغه مهال به هم نړیوال ځېنې نور شرایط  ولري چې هغه د اساسي قانون جوړښت او پر بنسټ یې د داسې حکومت رامنځته کول وي چې له درې ګونو، اجرائیه ، قضایه او مقننه قوې جوړ وي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « عمده لامل یې  د نجون ښوونځي او پوهنتون مساله ده، بله دا چې هر کله دوی د نړۍ مشروع غوښتنې ومني نو د نړیوالو له لوري به په رسمیت وپېژندل شي، دا هم په داسې شرایطو کې چې افغانستان اساسي قانون، مقننه قوه، اجرائیه قوه او قضایه قوه رامنځته کړي، له سرپرستۍ ځان خلاص او یو ثابت حکومت رامنځته کړي.»

ځېنې نور بیا وايي، دا چې د افغانستان حکومت د نړیوالو له لوري له زیاتو نیوکو سره مخ کېږي لامل یې هم د سرپرستۍ دوام دی او له دغه وضعیته د افغانستان د وتلو یوازینۍ لار اوسنیو شرایطو ته په کتو د اساسي قانون رامنځته کول دي چې له مخې یې مسوول او دایمي حکومت رامنځته شي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمان شمال وايي: « د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د خلکو مهمه نیوکه دا ده چې له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې د سرپرستۍ په توګه د حکومت دوام دی، چې له بده مرغه له ډېرو هڅو وروسته هم هېڅ هېواد تراوسه اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی، له دغې سیاسي ستونزې څخه د وتلو لپاره چې د افغانستان خلک ورسره مخ دي، باید د وخت له غوښتنو سره سم  نوی اساسي قانون رامنځته او تصویب شي.»

رسمیت پېژندنه د دولتونو لومړیتوب دی چې پرمټ یې کولی شي د نړیوال مشروعیت ترڅنګ د خپلو ولسونو باور هم ترلاسه کړي.

څېړونکي په دې باور دي، هغه هېوادونه چې په نړیواله کچه پېژندل شوي له دایمي سیاسي او امنیتي ثباته برخمن دي او اقتصادي وده یې کړې.

 د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « رسمیت پېژندل د دولتونو تر ټولو مهم لومړیتوب دی، ځکه له نړیوال رسمیت پېژندلو سره نه یوازې د دولتونو مشروعیت تړلی، بلکې د دولتونو راکړه ورکړه، له نړۍ سره د هغوی سیاسي او اقتصادي تعاملات، په کور دننه د ولس د باور جوړنې په برخه کې پرمختګونه او په لویه کې پر ثبات د امنیت بدلېدو برخه کې مهم کردار لوبوي. هغه دولتونه چې نړیوال یې په رسمیت نه پېژني هلته ګنې ټولنیزې او اقتصادي ناخوالي، ناکامۍ او په ټوله کې د ثبات نشتون وېره راپیدا کېږي.»

خو اسلامي امارت وايي، د رسمیت پېژندنې ټول نړیوال معیارونه چې ورته اړتیا لیدل کېږي پوره کړي او له ټولې نړۍ سره ښې او نږدې اړیکې غواړي او اوس نړیوالو ته پکار دي چې رسمیت پېژندنې ته راوړاندې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist