د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له شمشاد سره خبرو کې تائید کړه، چې بې پیلوټه الوتکې د هېواد حریم نقضوي.
مجاهد د هېواد پر هوایي حریم د امریکا بې پېلوټه الوتکو ګرځېدل ښکاره تېری او د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف ګړنه بولي.
نوموړی د کوم هېواد د نوم له اخيستو پرته له ګاونډيو غواړي، چې د افغانستان پر ضد امريکا ته د خپلو حريمونو د کارولو اجازه ورنه کړي.
مجاهد وايي:« بې له شکه د افغانستان پرهوايي حریم هر ډول تجاوز د غندنو وړ ده او موږ یې غندو. هغه هېواد چې دا کار کوي امریکا ده، موږ ترې جدي غوښتنه کوو چې د افغانستان پر حریم دا تجاوزونه نور پای ته ورسوي. بل دا چې د هغو هېوادونو له فضا چې دغه تجاوز ترسره کېږي، د افغانستان پر وړاندې ترې استفاده کېږي، موږ له هغوی غوښتنه کوو چې دا ودروي.»
له دې مخکې په نیمروز، کندهار، پنجشېر، لوګر، تخار، کندوز او ننګرهار کې هم د بې پېلوټه الوتکو د لیدل کېدو راپورونه ورکړل شوي وو.
ذبيحالله مجاهد د امریکا دغه کړنه نه توجیه کېدونکی عمل بولي او له ګاونډونو غواړي چې د ګاونډیتوب اصولو په پام کې نیولو سره دې د امریکا بې پېلوټه الوتکو ته اجازه نه ورکوي، چې د دوی حريم د افغانستان پر وړاندې وکاروي.
نوموړی زیاتوي، په دې برخه کې له امریکایي لورې سره خبرې شوي او که چېرې دغه کړنه همداسې دوام وکړي، سرپرست حکومت به یې پر وړاندې اقدامات وکړي.
مجاهد وايي:« له هر هېواده چې راځي، ښکار ده چې د افغانستان پر حریم تجاوز ده او دا تجاوز توجیه کېدونکی نه دی او باید هغه هېوادونه د نړیوالو اصولو له مخې ، د سیمه ییزو نزاکتونو له مخې او د ګاونډيتوب له مخې باید د افغانستان پر وړاندې خپله فضا ونه کاروي. په بار بار مو خبرې کړي خو امریکایانو تر اوسه پورې دې غاړه نه ده اېښې. انکار کوي. د افغانستان اسلامي امارت به هم اړ شي چې یو وخت ګام واخلي.»
د سیاسي چارو کارپوهان بیا د افغانستان پر هوایي حریم د امریکایي الوتکو ګرځېدل پر سرپرست حکومت فشار راوړلو هڅه او له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بولي.
دوی د افغانستان پر حريم د امریکا بې پېلوته الوتکو د ګرځېدو پړه پر ګاونډیو هېوادونه اچوي او زياتوي، چې ياد هېوادونه له امريکا څخه د خپل حريم د استفادې په مقابل کې پيسې او مالي مرستې ترلاسه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې په یوه خبرې کنفرانس کې د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي وو، چې د امریکا بې پېلوټه الوتکې د پاکستان له لوري افغانستان ته داخلیږي.