Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

روسیه د ترهګریزو ډلو له تورلیسته د اسلامي امارت چارواکو پر اېستلو غور کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/03

واک ته د اسلامي امارت له بیاځلې رسېدو وروسته که څه هم تر دې دمه د هېڅ هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندل شوی؛ خو د ګاونډ په ګډون روسیه هغه هېواد دی چې په دې موده کې یې له اسلامي امارت سره نږدې سیاسي او ډېپلوماټیکې اړیکې پاللي.

تازه د روسیې ټاس دولتي خبري اژانس د دې هېواد  بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی، چې روسیه غواړي د ترهګرو سازمانونو له تور لیسته د اسلامي امارت چارواکو  د اېستلو پر پرېکړه غور وکړي.

په راپور کې ويل شوي، د روسیې بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو  له لوري دغه پرېکړه په پام کې نیول شوې، چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه د دې هېواد د سیاسي مشرتابه په لاس کې ده.

د راپور یوه برخه:« د  ترهګرو سازمانونو له ډلې د طالبانو غورځنګ د اېستلو په برخه کې، یاده موضوع د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو او نورو اړوند ادارو له لوري په پام کې نیول شوې، چې وروستۍ پرېکړه به د هېواد د سیاسي مشرتابه له لوري ونیول شي.»

اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد  بيا روسيې دغه اقدام ستایي او یاد ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او ډېپلوماټیکو اړیکو په رغښت او پیاوړتیا کې اغېزناک ګڼي.

مجاهد د ملګرو ملتونو له سازمان او ګڼو نورو هېوادونو څخه چې لاهم د اسلامي امارت ځېنې چارواکي یې په تور لیست کې دي؛ د ورته پرېکړې غوښتنه لري.

هغه زیاتوي:« زموږ غوښتنه دا ده چې نور هېوادونه هم داسې ګامونه واخلي، کوم چا موانع لرلې او یا په قانوني توګه  یې ستونزې جوړې کړې وې. هغوی هم باید دا ګامونه واخلي. دا یو موثر ګام دی، د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره مثبتې او ښې اړیکې غواړي. د روسې دا ګام د نورو لپاره هم ښه پیغام ورکوي.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په سیمه‌ييزه او نړیواله کچه د یوه  پیاوړي هېواد په توګه له روسیې سره د سیاسي اړیکو پراختیا د افغانستان په ګټه ګڼي.

دوی وایي، د روسیې د ترهګرو له تور لیست څخه د اسلامي امارت چارواکو اېستلو پرېکړه به اسلامي امارت ته په نړیواله کچه د اعتبار ورکولو په برخه کې لویه مرسته وکړي او ښايي ځینې نور هېوادونه هم ورته پرېکړې ته وهڅوي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي:« د روسیې لخوا د اوسني حکومت له انزوا اېستل یا په لویه کې له هغو ډلو اېستل چې هغه ممنوع ډلې دي، دا یو معقول ګام دی. دا د افغانستان د ملي ګټو په خیر ګام دی. زموږ ټینګار هم دا دی، چې نړۍ باید اوسني حکومت سره تعامل وکړي او په ورته وخت کې مو پر اوسني حکومت هم غږ کړی دی چې  اصلاحات راولي.»  

روسیه دغه پرېکړه داسې مهال کوي، چې د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په روسیې کې د “اسلامي نړۍ تر سرلیک لاندې ” د کازان فورم غونډې ته د افغانستان سرپرست حکومت هم  وربللی، چې د راتلونکي مې میاشتې له ۱۴ مې د همدې میاشتې تر ۱۹ مې به دوام ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist