Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت مشرتابه له دولتي کارکوونکو د تقاعد وضع کول بند کړل

د اسلامي امارت مشرتابه له دولتي کارکوونکو د تقاعد وضع کول بند کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/03

رسنیو ته رسېدلی مکتوب چې د اسلامي امارت مشرتابه له لوري مالیې وزارت ته استول شوی څرګندوي، چې د نظامي او ملکي کارکوونکو له معاشونو دې تقاعد نه وضع کېږي.

په دې مکتوب کې له ټولو دولتي ادارو د ملکي او نظامي کارکوونکو د تقرر نېټې، د خدمت موده او د تقاعد په نوم د وضع شوي مبلغ په تړاو توضیحات غوښتل شوي.

که څه هم د ماليې وزارت په شمول نور حکومتي چارواکي د ياد مکتوب په اړه بې خبري ښيي؛ خو ځېنو سرچینو بيا رسنيو ته دا مکتوب تائيد کړی دی.

د مکتوب یوه برخه:« د ۱۴۰۳ مالي کال د حمل میاشتې څخه د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو د تقاعد وضع کېدل بند کړئ او تاسې د ټولو امارتي اداراتو په همکارۍ د امارت په کچه د ټولو شته (برحاله) نظامي او ملکي کارکوونکو د تقرر نېټه، د خدمت موده او د تقاعد تر نامه لاندې وضع شوی مبلغ مالوم کړئ او موږ ته مالومات راکړئ.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « د مالیې وزارت په عنوان چې کومه خبره شوې په دې اړه ما تراوسه مالومات نه دي ترلاسه کړي، ما له دوی احوال هم غوښتی خو تراوسه ماته مالومات نه دي را رسېدلي، هر کله چې مالومات ترلاسه شول، ان شاءالله رسنیو سره به یې شریک کړو.»

د اسلامي امارت له بيا واک ته رسېدو وروسته متقاعدینو ته د تقاعد امتیازات نه دي ورکړل شوي.

د یو شمېر متقاعدینو اندېښنې د دې مکتوب په تړاو لا زیاتې شوي او له سرپرست حکومت غوښتنه کوي، چې د دوی نامالوم برخلیک دې روښانه کړي.

 متقاعد غلام صدیق وايي: « خلکو ۴۰ او ۵۰ کاله خدمت کړی، کورنۍ لري، ستونزې لري؛ خو تقاعد یې نه ورکوي، هېڅ لامل یې هم څرګند نه دی چې ولې زموږ تقاعد نه راکوي.»

 متقاعد احمدشاه وايي: « موږ داسې متقاعدین ولیدل چې په حق ورسېدل د ګور او کفن  پیسې یې نه درلودې، ګاونډیانو یې پیسې راټولې او هغه یې خاورو ته وسپاره؛ نو تر دې حده موږ ستونزې لرو. موږ له اسلامي امارته غواړو چې زموږ حق راکړي موږ نه خیرات غواړو، نه زکات غواړو زموږ حق دې راکړي بس خلاص.»

‌د سیاسي چارو شنونکی شهسوارسنګروال بیا وایي، تقاعد د دولتي کارکوونکو له معاش ګرځول شوې پیسې دي او باید ورکړل شي او په خبره يې هغه کسان چې د سرپرست حکومت له واک ته رسېدو وړاندې تقاعد شوي، باید د امتیازاتو موضوع یې په دې مکتوب پورې ونه تړل شي.

سنګروال زیاتوي: « موږ په دا وروستیو کې او تاسو ګورو چې متقاعدین تل له دولته غوښتنه کوي چې دوی ته دې د دوی د تقاعد پیسې ورکړل شي؛ نو دا فرمان په دې اغېز نه کوي دا د متقاعدینو حق دی او باید ورکړل شي. دا چې وروسته بیا له مامورینو تقاعد نه ګرځي او ټول معاش ورکوي زما په نظر دا په راتلونکي کې یو ډول ستونزه جوړولی شي، لکه مامورین سپین‌ږیري کېږي، بیا د کار کولو وس نه لري نو د تقاعد پیسې ورته ډېرې په درد خوري، چاته نه احتیاجېږي او خپل تقاعد اخلي.»

سرپرست حکومت له دې وړاندې ویلي وو، چې د متقاعدینو د امتیازاتو طرحه د اسلامي امارت مشرتابه ته استول شوې؛ خو تر دې دمه یې په تړاو پرېکړه نه ده شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist