Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد: د ۱۴۰۳ کال ملي بودیجې طرحه بشپړه شوې او ژر به د مشرتابه له لوري توشیح شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/01

په داسې حال کې، چې د نوي مالي کال له پيل ۱۲ ورځې تېرې شوي، خو لا هم د سرپرست حکومت له لوري ملي بوديجه نه ده توشيح شوې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د ماليې وزارت له لوري د ملي بودیجې طرحه بشپړه شوې او د يو لړ بنسټيزو پروژو د تطبيق لپاره، پراختيايي بوديجې ته په کې د تېرو کلونو پرتله زيات تخصيص ورکړل شوی دی.

نوموړی که څه هم د ملي بوديجې د ټوله‌ييز مالي ارزښت په اړه څه نه وايي، خو زياتوي چې په کې عادي بوديجه په خپل حال ده او په حجم کې يې بدلون نه دی راغلی.

مجاهد زیاتوي: « دا چې کال نوی شوی دی، په نږدې راتلونکي کې به بودیجه هم تائید شي او د عملي چارو لپاره به ارګانونو ته په اختیار کې ورکول شي. د بودیجې جزئیات چې څومره پلانونه د پرمختګ لپاره لري او څومره عادي ده، دا به ان شاءالله په خپل وخت د مالیې وزارت تشریح کوي او له رسنیو سره به یې شریک کړي؛ خو دومره ویلی شم چې د افغانستان اسلامي امارت د سږکال لپاره ګڼ پراختیايي پلانونه لري چې د دې لپاره به هم بودیجه وي او هم چمتوالی، ترڅنګ یې عادي بودیجه هم په خپل پخواني حالت ټاکل شوې، حکومت یو میلیون او څلوېښت زره مامورینو ته چې معاشونه اخلي، تېر کال هم پر وخت معاشونه رسولي او له دې وروسته به هم ورسېږي او دا پروسه به روانه وي. موږ هیله من یو چې د پراختیايي بودیجې په برخه کې د تېر کال پرتله زیات پراختیايي پرګرامونه موجود وي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان بيا ټينګار کوي، چې سرپرست حکومت دې د مسووليت په منلو سره د ملي بوديجې طرحه له ولس سره شريکه کړي.

د دوی په خبره، په ياده طرحه کې د ولايتونو ترمنځ د انډول تامين مهم دی او اړتيا ده، چې دې اصل ته جدي پاملرنه وشي.

د اقتصادي چارو کارپوه شاکر یعقوبي وايي: « د افغانستان اقتصادي وضعیت ته په کتو لومړیتوبونه ته ډېره جدي اړتیا  ده،چې باید په بودیجه کې په پام کې ونیول شي.»

د اقتصادي چارو کارپوه زلمی افغانیار وايي: « هیله من یو چې د ۱۴۰۳ کال بودیجه ژر توشیح شي او هر وزارت د خپلو پراختیايي پرګرامونو پر بنسټ وکولی شي خدمات رسول مدیریت کړي. تر هغې چې دا مشخصه نه شي چې د هر وزارت بودیجه څومره ده نو دا طبیعي ده چې ستونزې به رامنځته کېږي او هغه ادارې چې له شرکتونو سره قراردادونه لري د بودیجې تصویب ته منتظر دي.»

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وایي، سرپرست حکومت د ملي بوديجې د سږنۍ طرحې په چوکاټ کې د يو لړ اساسي پراختيايي پروژو بشپړولو هڅه کوي او په لړ کې به يې زرګونه کسانو ته د کار کولو زمينه هم برابره شي.

 نظري زیاتوي: « زموږ په راتلونکي پلانونو کې هغو پرګرامونو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې زیربنايي اړخ لري او د هېواد د اقتصادي ودې، پراختیا او د افغانستان د ځان بسیانې په برخه کې مهم رول ولري، همداراز هغه پروژې په پام کې لرو چې کولی شي د هېواد ځوانانو ته کاري زمینې برابرې کړي او په تدریجې ډول د فقر کچه راټيټه کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د سرپرست حکومت چارواکو ویلي وو چې ټولې پراختیايي پروژې په کور دننه له راټولو شويو عوايدو تمويل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist