Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قمي: امریکا د افغانستان ناامنه کولو لپاره د داعش ډلې ملاتړ کوي

ایران د افغانستان ستراتيژيک ملګري کولو هڅه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/01

د افغانستان لپاره د ایران ولسمشر ځانګړي استازي او شارژدافېر حسن کاظمي قمي وایي، داسې هڅې يې پيل کړي چې په لړ کې به يې افغانستان په سيمه کې د ايران پر ستراتيژيک ملګري بدل شي.

قمي په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي ګټو ټاکل او د زیربناوو نښلول تر ټولو غوره عمل دی او په خبره يې دا چاره به وکولی شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ شريکې ګټې خوندي کړي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام امريکا د افغانستان پر وړاندې د نيمه سختې پالېسۍ پر ختيارولو تورنه کړې.

قمي وايي:« امريکا په افغانستان کې ماتې خوړلې او اوس مهال د دې هېواد پر وړاندې له نيمه سختې پاليسې کار اخلي.»

د چارو یو شمېر شنونکي د قمي ورستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وایي، د افغانستان سرپرست حکومت باید ګاونډيو هېوادونو ته دا جازه ورنه کړي، چې په کورنیو مسایلو کې يې لاسوهنه وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« د دغو ټولو ستونزو او غمیزو یوازینۍ لاره دا ده چې موږ باید د نړۍ او ګاونډیو له انحصاره ځان وژغورو او نوره دوی ته اجازه ورنه کړو چې زموږ د هېواد په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه وکړي. تاسې به د ایران، پاکستان او شمالي ګاونديو هېوادونو په ګډون هېڅ هېواد ونه ګورئ چې د افغانستان مشرتابه ته یې څه اوس او څه پخوا نه دا اجازه ورکړې او نه اجازه ورکوي چې د دوی په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.»

ځېنې نور بیا وايي، له ګاونډيو هېوادنو سره د افغانستان سرپرست حکومت اقتصاد محوره اړیکې به د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« دا چې ویل کېږي ایران له افغانستان سره ستراتیژیکه ملګرتیا غواړي، دا ښه خبره ده، خو د دې تعریف ډېر مهم دی چې څه ډول ستراتیژیکه ملګرتیا؟ ایران په نړیوالو بندیزونو کې راګیر هېواد دی او همداسې له امریکا او غرب سره ډېره ژوره دوښمني لري؛ نو امریکا به کله دا اجازه ورکړي چې افغانستان او ایران دې سره ستراتیژیکه ملګرتیا ولري.»

ایران داسې مهال پر ستراتيژيک ملګري د افغانستان د بدلولو هڅې کوي، چې د افغانستان شارژدافیر په تهران کې منل شوی، خو برعکس په افغانستان کې يې سرپرست حکومت پر رسميت نه دی پېژندلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist