Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا سولې اسټیټیوټ: سیمه کې د بریدونو دوام له ترهګرۍ سره د افغانستان مبارزه تر پوښتنې لاندې راوستلی شي

د امریکا سولې اسټیټیوټ: سیمه کې د بریدونو دوام له ترهګرۍ سره د افغانستان مبارزه تر پوښتنې لاندې راوستلی شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/31

د امريکا سولې انسټیټيوټ په يوه تحليل کې، چې څو ورځې وړاندې خپور شوی د افغانستان او سيمې پر امنيتي وضعيت تمرکز کړی او ويلي يې دي، چې دغلته د ترهګرو ډلو تحرکات پرامنيت سربېره د سيمې پراقتصادي وضعيت هم اغېز کولی شي.

دې انسټیټيوټ په روسيې کې د تېرې اوونۍ خونړي برید ته په اشارې سره ويلي، که څه هم په يادو بريدونو کې پر لاس لرلو تورن کسان د تاجکستان اتباع ښودل شوي؛ خو په سيمه کې د ورته بريدونو دوام کولی شي، له ترهګرۍ سره د افغانستان سرپرست حکومت مبارزه هم تر پوښتنې لاندې راولي.

په تحليل کې له افغانستانه د احتمالي ګواښونو د مخنيوي لپاره، د امريکا له لوري د سرچينو د بسېجولو اټکل شوی او زياته شوې، چې دغه هېواد ښايي د يادو ګواښونو مخنيوي لپاره له سيمې سره په همکارۍ له ځينو نورو اپشنونو هم د غوراويو په توګه کار واخلي.

د امريکا د سولې انسټېټيوټ وايي: « د خطر کمولو او له افغانستانه پر احتمالي ګواښونو د څار لپاره امريکا ښايي د سرچينو بسېج کولو ته اړتيا پيدا کړي او ممکن نوي غوراوي، له ډلې يې يو طرفه نظامي غوراوی پراخ کړي. په ورته وخت کې امريکا ښايي له سيمه‌ييزو لوبغاړو سره خورا نږدې همکاري هم ولري.»

خو سرپرست حکومت بيا له افغانستانه بهر ته د ګواښ پېښېدو احتمال په بشپړه توګه ردوي او وايي، چې دا مهال په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله موجوديت نه لري او نه هم بهرنۍ ډلې د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې د استفادې وړتيا لري.

د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي: « دا اندېښنې موږ ردو، افغانستان اوس امن دی. د اسلامي امارت تر چتر لاندې ټوله خاوره کنټرول ده. دلته نه بهرنۍ ډلې شته او نه خپلسرې کړنې ترسره کېږي. بله دا چې اسلامي امارت ژمن دی چې هېڅ چاته اجازه نه ورکوي څو د افغانستان له خاورې ګټه واخلي او د بل د امنیت پر ضد زموږ خاوره وکاروي؛ نو موږ د خپل جدیت او ستراتیژۍ له مخې ډاډ ورکوو چې د افغانستان له خاورې هېڅ چاته هېڅ ډول ګواښ متوجې نه دی.»

بلخوا د سیاسي چارو کارپوهان بيا له ترهګرۍ سره د مطلوبې مبارزې لپاره له سرپرست حکومت سره د امريکا پر مستقيمو همکاريو ټينګار کوي.

دوی باوري دي، چې د همکاريو له لارې د هېوادونو شته اندېښنې رفعه او له ترهګرۍ سره په مبازرې کې مثبتې پايلې ترلاسه کېدای.

د سیاسي چارو کارپوه معين ګل څمکنی وايي: « ښه به دا وي چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره امریکا د افغانستان له حکومت سره نږدې اړیکې جوړې کړي، په دې تړاو یو ماناداره بحث وکړي او په ترڅ کې یې یوې پایلې ته ورسېږي.»         

د د سیاسي چارو کارپوه فريدالله ځاځی وايي: « د سیمې د هېوادونو په شمول د افغانستان سره په ګډه باید داسې میکانیزم او سازمان جوړ شي چې پر وخت د ګواښونو او ترهګریزو بریدونو مالومات له یو بل سره شریک کړي او له یو بل سره د همکاري او همغږۍ په صورت کې د دغه ډول بریدونو مخنیوی وکړي.»   

د امريکا سولې انسټیټيوټ داسې مهال يادې اندېښنې مطرح کوي، چې له دې وړاندې واشنګټن له ترهګرۍ سره په مبارزې کې د کابل هڅې ستايلي.

واشنګټن ادعا کوي، چې له ترهګرۍ او په ځانګړې توګه داعش سره د افغانستان سرپرست حکومت د مبارزې په نتيجه کې د دې ډلې د رهبرۍ مهم غړي وژل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو جبري ستنولو عملیات بیا پيلېږي
افغانستان

خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو جبري ستنولو عملیات بیا پيلېږي

مارچ 25, 2026
اسلامي امارت یو بل امریکايي وګړی هم له بند ازاد کړ
افغانستان

اسلامي امارت یو بل امریکايي وګړی هم له بند ازاد کړ

مارچ 25, 2026
هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026

وروستي خبرونه

خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو جبري ستنولو عملیات بیا پيلېږي

خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو جبري ستنولو عملیات بیا پيلېږي

مارچ 25, 2026
اسلامي امارت یو بل امریکايي وګړی هم له بند ازاد کړ

اسلامي امارت یو بل امریکايي وګړی هم له بند ازاد کړ

مارچ 25, 2026
هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist