Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل تمه لري چې اسلام‌اباد ورسره له سياست د سوداګرۍ بېلولو کې همکاري وکړي

کابل تمه لري چې اسلام‌اباد ورسره له سياست د سوداګرۍ بېلولو کې همکاري وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/27

په داسې حال کې چې پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د ستونزو پر جوړولو تورن دی، کابل ته د ياد هېواد د سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد خرم آغا پر مشرۍ راغلی پلاوی له سرپرست حکومت سره د سوداګرۍ او ټرنزيټي ستونزو د حل لپاره پر خبرو بوخت دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي وايي، د سوداګرۍ او ټرانزیټ اړوند ستونزو حل د حکومت په لومړيتوب کې ځای لري او په خبره يې له پاکستاني لوري سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ اړوند د مسايلو پرغیرسياسي کولو تمرکز کوي، چې له امله يې دواړو خواوو ته عام خلک زیانمن کېږي.

 عزيزي زیاتوي: « موږغواړو د بيلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې خبرې اترې ولرو او ټولو هغو مسایلو ته لومړیتوب ورکوو چې د سوداګرۍ په اړه دي او دوه ملتونه د یو شمېر مسایلو له امله زیانمن کېږي، موږ غواړو سوداګري او ټرانزيت چې د دوو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ دی؛ له سیاسته جلا کړو او وکولی شو خپل غریب او بې وزله ملت سره مرسته وکړو.»

خو د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستيال محمد آغا خرم بيا د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ سوداګريزي او ټرانزيټي ستونزې وړې بولي او زياتوي، چې دا ډول ستونزې د ورته ناستو او خبرو له لارې د حل وړ دي.

خرم وايي: « دا زموږ او ستاسې کور دی او په دې کې زموږ وروڼه دي. موږ ته په کار دي، چې دا نور مضبوت کړو. د سوداګرۍ او ټرانزیټ ستونزې دومره لويې نه دي او په ورته ناستو سره د حل وړ دي. موږ نن ناست يوو او تر هغې، چې مسايل حل شوي نه وي نه پورته کېږو.»

د افغانستان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د ګډو سوداګريزو او ټرانزيټي ستونزو په اړه خبرې داسې مهال پيلېږي، چې پاکستان د افغانستان موسمي توليداتو پر وړاندې تل د فرضي کرښې پر سر لارې تړلي او د دې ترڅنګ يې د کراچۍ بندر په شمول په واګې او بندر عباس کې د افغان سوداګرۍ پر توکو بار موټر په يوه او بله پلمه تر مياشتو درولي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو جبري ستنولو عملیات بیا پيلېږي
افغانستان

خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو جبري ستنولو عملیات بیا پيلېږي

مارچ 25, 2026
اسلامي امارت یو بل امریکايي وګړی هم له بند ازاد کړ
افغانستان

اسلامي امارت یو بل امریکايي وګړی هم له بند ازاد کړ

مارچ 25, 2026
هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026

وروستي خبرونه

خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو جبري ستنولو عملیات بیا پيلېږي

خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو جبري ستنولو عملیات بیا پيلېږي

مارچ 25, 2026
اسلامي امارت یو بل امریکايي وګړی هم له بند ازاد کړ

اسلامي امارت یو بل امریکايي وګړی هم له بند ازاد کړ

مارچ 25, 2026
هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist