Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ثاقب : سږکال به ۳۰زره افغانان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي

ثاقب : سږکال به ۳۰زره افغانان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/27

سږ کال د سعودي عربستان له لوري افغانستان ته د ۳۰ زره حاجیانو سهمیه ورکړل شوې ده چې د حج فریضې ادا کولو په موخه به حرمینو ته ځي.

د حج ارشادو او اقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب وايي، دغه حاجیان به په افغانستان کې له څلورو زونونو کندهار، کابل، هرات او بلخه د سعودي عربستان پر لوري وخوځېږي او لومړی پرواز به یې د غبرګولي یا جوزا میاشتې په ۱۸ نېټه ترسره شي.

دغه راز ثاقب وايي، د حج دغه ۳۰ زره کسیزه سهمیه یې د افغانستان د ولسونو ترمنځ په عادلانه توګه وېشلې او ښايي ۸ زره یې یوازې مېرمنې وي چې د حج فریضې ادا کولو لپاره به بیت الله شریف ته ولاړې شي.

ثاقب زیاتوي: « له سعودي عربستانه د افغانستان لپاره۳۰ زره د حج سهمیه اخېستل شوې او په مکرر او جدي ډول د زیاتوالي غوښتنه شوې ده، یعنې ۳۰ زره خو تثبیت دي؛ خو موږ بیا بیا له دوی د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.»

 د حج عمرې او زیارتونو عمومي رئیس عطاالله خادم وايي: « د نوي ثبت نام له مخې ۳۸۴۳ کسان په نظر کې نیول شوي، دوی ثبت نام کړی او د قرعه کشۍ له لارې تنظیم شوي دي. د مجاهدینو لپاره ۳۹۴۱ کسان په نظر کې نیول شوي چې دا هم د قرعه کشۍ له لارې تنظیم شوي دي. همداراز د شهیدانو وارثینو، معلولینو او له هېواده بهر کډوالو ته هم سهم په نظر کې نیول شوی، ۸۰۰۰ ښځینه چې د افغانستان د حج په سهمیه کې پخوا هم تللې او اوس به هم وي، ان شاءالله دا ټول تنظیم شوي دي او چارې یې روانې دي.»

د یاد وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب وايي، هغه افغان زایرین چې سږکال بیت الله ته د حج په موخه ځي د هر یوه لګښت یې څه باندې ۳۸۶۵ امریکايي ډالره دی؛ خو د اهل تشیع د زایرینو لګښت به ۵۰ ډالره تر دې زیات وي.

ثاقب زیاتوي: « د راتلونکي حج د هر یو تن حاجي ټول لګښت ۳۸۶۵ ډالره او ۹۸ سنټه دی، البته د اهل تشیع حاجیانو لپاره د ۵۰ ډالرو په توپیر سره، یعنې د اهل تشیع د هر یو تن حاجي ټول لګښت به ۳۹۱۵ ډالر او ۹۸ سنټه وي.»

ثاقب د حج مراسمو له ټولو ګډون کوونکو وغوښتل چې د خپلې داخلې لګښت حکومت ته وسپاري.

نوموړی وايي، دا ځل یې په افغانستان او سعودي عربستان کې افغان حاجیانو لپاره ځانګړې اسانتیاوې برابرې کړي چې دوی به ترې برخمن وي او د تېرکال په څېر به مدینه منوره کې هم ورته درې وخته ډوډۍ برابره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist