د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ چې یو ځل بیا د سیمې هېوادونو ته د افغانستان د روان وضعیت په تړاو په سفر راوتلی لومړی هند ته تللی او ډاډ یې ښودلی چې د افغانستان راتلونکې لارې په تړاو یې له هندي چارواکو سره بحثونه او لیدنې ګټورې وې.
وېسټ په یاده کتنه کې له افغانستان سره د ډيپلوماټیکو اړیکو د پراختیا، بشري مرستو او نورو مهمو مسایلو بحثونه کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د دې سفر په تړاو له شمشاد سره خبرو کې وویل، اسلامي امارت په څه باندې دوو کلونو کې د امنیت، اقتصاد او له فساد سره د مبارزې په برخو کې ښې لاسته راوړنې لري او ټینګار لري چې هېوادونه یې نباید بابیزه وګڼي.
هغه زیاته کړې:« نو بیا دا خبره دقیقه ده چې د افغانستان اوسني وضعیت،لاسته راوړنې، امنیت، ثبات او دغه راز د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه، فساد سره مبارزه، اقتصادي برخه کې پرمختګونه، د ثبات او امنیت برخه کې پرمختګونه دا باید په نظر کې ونېول شي او د دې ملاتړ لپاره باید هڅې وشي. دا هم د سیمې او هم د هېوادونو پر ګټه ده، هم د امریکا پر ګټه ده او هم د افغانستان پر ګټه ده. نو دوی باید مثبت لیدلوری ولري او له افغانستان سره د همکارۍ روحیه منځته راشي.»
د سیاسي چارو کارپوهان د ټوماس وېسټ وروستي سفرونه د افغانستان ستونزو د حل لپاره په ګټه نه بولي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره یوه ګډه اجماع رامنځته کړي.
د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي:« زما په اند پخوا هم د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ سیمې ته سفرونه کړي، خو کومه خاصه پایله یې نه لرله. موږ هر هغه حرکت چې د افغانستان له ملي ګټو سره مطابقت کوي، موږ یې هرکلی کوو. خو ښه به دا وي چې نړیواله ټولنه، سیمه پر ګډه افغانستان د همکارۍ مرکز وګرځوي، نه د تقابل مرکز. »
خو اوس پوښتنه داده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي سفر به د هېواد په اوسني وضعیت څه اغیزه ولري او که نه؟
د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي:« زه په دې باور یم چې اوسنی سرپرست حکومت ترڅو پر خپلو سیاستونو کتنه ونه کړي، اصلاحات رامنځته نه کړي، تر هغې به دا ډېره سخته وي چې د توماس وېسټ دغه ډول سفرونه د افغانستان او نړۍ په تعامل کې یا د افغانستان او امریکا په اړیکو کې تغییر راولي، بلکې د توماس وېسټ لویه موخه دا ده چې دغو سفرونو سره د امریکا او نړیوالې ټولنې داعیو او شرایطو ته لابي او درېځ پیدا کړي.»
د افغانستان په تړاو د قطر پلازمینه دوحه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېریش پر مشرۍ د تیرې میاشتې له کنفرانس وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ سیمې ته په سفر راوتلی او پيل یې له هند وکړ چې له یاد هېواد وروسته متحده عرب اماراتو ته ځي.