Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوست نادر شاه کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیايي او تعلیمي خدماتو غوښتنه کوي

د خوست نادر شاه کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیايي او تعلیمي خدماتو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/26

د خوست ولایت نادر شاه کوټ ولسوالۍ د څوۍ سیمې اوسېدونکي وایي، په سیمه کې هېڅ ښوونځی نه لري او ماشومان یې له زده کړو لرې پاتې دي.

د دوی په خبره، یادې سيمې ته په تېر کې هيڅ کار نه دی شوی او له اسلامي امارته غواړي چې یادو ستونزو ته دې ژر تر ژره رسېدنه وکړي.

د څوۍ سیمې یو تن اوسېدونکی زیت الله وايي:« زموږ سیمه ډېری وختونه د جنګ پر مرکز بدله وه، نو له دوی( حکومت) غوښتنه کوو، زموږ فکرونه، ځوانان، راتلونکی نسل چې ماشومان یې تشکیلوي، پر دې باید کار وکړي، ترڅو مو راتلونکی روښانه شي.»

د څوۍ سیمې اوسېدونکي وایي، د نورو ګڼو اساسي اړتیاوو سربېره په روغتیایي برخه کې هم له سختو ستونزو سره مخ دي.

د څوۍ سیمې قومي مشر ولي زنګ وايي:« ډېر زیات له ستونزو سره مخ یو. تېره شپه ماته خپله یو عاجل مریض پېښ شو. زه خپله یوه نیمه بجه له کوره ووتلم، خلک ټول وېده ول، موټر نه پیدا کېده.»

د څوۍ سیمې یو بل اوسېدونکی حاجي محمد وايي:« هېچ چا موږ ته توجو نه ده کړې. موږ له لوړپوړو چارواکو دا غواړو چې راته خدمت وشي، موږ ته موسسې کار وکړي. زموږ سیمه له موسساتو محرومه ده.»

ورته مهال ځایي چارواکي د یادې سيمې شته ستونزې مني، خو وایي، هڅه کوي چې رسېدنه ورته وکړي.

  د چارواکو په خبره ولايتي اداره پلان لري چې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د څوۍ سيمې سربېره ټولو هغو لرې پرتو سيمو ته د متوازن انکشاف له مخې پرمختيايي چارې ترسره کړي، چې په تېر کې ورته کار نه دی شوی

د خوست مرستال والي محبوب شاه قانت وايي:« موږ به انشاء الله د دوی دا وړاندیز د پوهنې له ریاست سره هم شریک کړو او اړونده موسسې به هم دې ته متوجې کړو،چې هلته هغه اولیه ضرورتونه، د بېلګې په ډول ښوونځی دی، کلینیک دی، دې ته توجه وکړي، ترڅو اړتیاوې یې پوره شي.»

د نادرشاه کوټ ولسوالۍ څوۍ سیمه د خوست له مرکزه ۴۰ کلیومتره لرې پرته ده چې اوسېدونکي یې له مسوولینو ورته د پاملرنې خبره کوي.

یوازې څوۍ سیمه نه بلکې د خوست نورې سیمې هم له ورته ستونزو سره مخ دي او له چارواکو د اقداماتو غوښتنه کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist