Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امیري له اسلامي امارت د افغانانو حقونو خوندیتوب غوښتنه کړې

امیري له اسلامي امارت د افغانانو حقونو خوندیتوب غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/26

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د حقایقو خبراوي حق د نړیوالې ورځې په مناسبت  یو ځل بیا له اسلامي امارته غوښتي ترڅو د ټولو افغانانو حقونو خوندیتوب ته ارزښت ورکړي او هغه کسان چې په خپل سري ډول نیول شوي کورنیو ته دې حساب ورکړل شي.

امیري زیاته کړې:« د حقایقو خبراوي حق نړیوالې ورځې په مناسبت موږ پر طالبانو غږ کوو چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي  او د خپلسري نیول شویو کسانو کورنیو ته حساب ورکړي ، هغه کورنۍ چې د خپلو عزیزانو په لټه کې دي.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، په افغانستان کې د نارینه وو او ښخینه وو حقوقونو ته ژمن دي او په خبره یې دا یې مسوولیت دی چې د ټولو حقوق تامین کړي.

هغه زیاته کړې:« د افغانستان اسلامي امارت مسوولیت لري، الهي مسوولیت، چې د خپلو خلکو خدمت وکړي او د خپلو خلکو حقوق ورکړي. دا کار د چا لپاره نه کوي، نه د کوم هېواد د فشار له امله، بلکې د خپلې وجیبې د ترسره کېدو لپاره دا کار کوي. الله ج په اسلامي حکومت دا واجبه کړې چې د هغه حکومت د خلکو شرعي حقوق ورته ورکړل شي. دا د حکومت وظیفه ده او اسلامي امارت په دې کې ټوله هڅه کړې او کوي یې چې د خپلو خلکو چې نارینه دي او که ښځینه حقوق یې باید ورکړي.» 

د سیاسي چارو شنونکو په اند نړیوال په خپلو خبرو کې زیاتونه کوي ، خو اسلامي امارت  ته هم پکار ده ترڅو خپلې اړیکې له ملت سره باوري کړي ترڅو په کور دننه او بهر باور ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی اسلم دانشمل وايي:« پکار دا ده چې رینا امیري په خپلو راپورونو کې له تعادل څخه کار واخلي، د افغانستان له بشر حقونو دې سیاسي استفاده نه کوي. زموږ پر دولت دې سیاسي فشار نه راوړي. له بل اړخه د افغانستان اسلامي امارت دولت ته هم پکاره ده چې د نړیوالو میثاقونو او نړیوالو اصولو له مخې د اتباعو لپاره اصول او قوانین رامنځته کړي ترڅو په هغه کې د اتباعو حقوق او وجایب تعریف شوي واوسي.»  

د حقایقو خبراوي حق ورځ هر کال  په نړۍ کې له بشري حقونو د سختو سرغړونو د قربانیانو یاد ته د درناوي په موخه نمانځل کیږي ، چې د حق او عدالت ارزښت ته اهمیت وربښي ، چې په دې لړ کې د بشري حقونود قربانیانو کورنۍ دې حق ته رسیږي ، څو پوه شي له عزیزانو سره يې څه پېښ شوي دي ، دوئ اختطاف شوي، شکنجه شوي ، اعدام شوي او یا د نورو ظلمونو په لمن کې قرباني شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist