Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسحاق ډار: ټي.ټي.پي په افغانستان کې ځالې لري

اسحاق ډار: ټي.ټي.پي په افغانستان کې ځالې لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/26

د پاکستان د نوي حکومت بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا پر افغانستان تورې پورې کړی چې ټي.ټي.پي په افغانستان کې ځالې لري.

اسحاق ډار وايي، پاکستان کې وروستي بریدونه د ټي.ټي.پي له لوري ترسره شوي او په وینا یې د افغانستان حکومت باید د دې ترهګریزو بریدونو غندنه وکړي.

دغه راز ډار وايي، ترهګرۍ ګډه ستونزه ده او باید د مخنیوي لپاره یې ګډه همکاري رامنځ ته شي.

هغه زیاتوي:« په پاکستان کې وروستي ترهګریز بریدونه د ټي.ټي.پي له خوا شوي چې په افغانستان کې ځالې لري او د افغانستان حکومت باید د دې ترهګریزو بریدونو غندنه وکړي، ځکه ترهګري ګډه ستونزه ده او د دې مخه د ګاونډيو هېوادونو له خوا پر ګډې همکارۍ سره نیول کېدی شي.»

خو اسلامي امارت بیا دغه ډول تورونه په کلکه رد وي او وايي، په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله واله ډله حضور نه لري چې نور ته ګواښ پیښ کړي اوپه دغه برخه کې افغان حکومت جدي اقدامات او مبارزه کړې، خو پاکستان دې خپلې ستونزې خپله حل کړي او کورنیو ستونزو کې دې افغانان نه ښکېل کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« داسې څوک نه لرو چې هغه دلته دې وسله ولري، په خپل سر وي، بهرني وي یا دې له دې ځایه څوک وګواښي. موږ هېچ چاته اجازه نه ورکوو چې په خپل سره دلته واوسېږي یا د افغانستان له خاورې چاته ګواښ متوجې شي. موږ په دې اړه جدي یو او ټول ګامونه اخلو او اخېستي مو دي. خو بیا هم هغه ستونزې چې دوی یې لري پاکستان کې دننه دي، هغه  باید په خپل هېواد کې ولټوي. همېشه دې د افغانستان حکومت او خلک تورن نه شي.»

مجاهد وايي، له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې ستونزې موجودې دي او د مخنیوي لپاره یې باید په داخل کې خپله اقدام وکړي خو د سیمې امنیت لپاره چمتو دي چې له ګاونډيو سره ګډه همکاري ولري.

هغه زیاته کړه:« افغانستان هم غواړي چې له پاکستان سره د سیمې په امنیت کې همغږی او همکار واوسي، په هغه حد کې چې له موږ پورې اړه ولري،  موږ اجازه نه ورکوو چې خاوره مو د چا پر ضد استعمال شي. افغانستان کې اوس ګورو چې امن دی، نظام دی او اسلامي امارت په ټوله جغرافیه باندې حاکم دی، نو دا یو ښه فرصت دی او باید ملاتړ یې وشي. پاتې شوه دا چې پاکستان کې ځېنې ناامنۍ دي، ستونزې دي، هغه له ۲۰ کلونو راپدېخوا وې، نو د هغو لپاره اوس باید پاکستانیان په خپله هڅه وکړي، په خپله د امنیتي ځواکونو ظرفیت لوړ کړي او توجه زیاته کړي. »

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، پاکستان تل د وسله والو  ډلو ملاتړ کړی او د افغانستان اوسني حکومت پر وړاندې هم د مخالفو وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

دوی وايي، افغانانو تمه لرله چې د پاکستان نوی حکومت به له کابل سره د ښو او مثبتو اړیکو نوی باب پرانیزي خو برعکس دا هم د نورو هغو په څېر پر افغانستان تورونه پورې کوي.

د سیاسي چارو کارپوه کمال ناصیر اصولي وايي:« پاکستان د جنګي ډلو ملاتړ کړی ، اوس یې هم ملاتړ کوي. د اسلامي امارت په مقابل کې هم دوی هڅې کوي چې مخالفین یې حمایت شي او ترور او وحشت خپور شي. د تروریزم صادروونکی هېواد چې سیمه ترې په عذاب وه، هغه پاکستان دی.»

په ټوله کې باور دا دی چې د ستونزو یوازینۍ حل لار خبرې دي ، دواړه هېوادونه باید د تورونو پرځای له یوبل سره خبرو ته کېني او یو دایمي حل ته سره ورسیږي.

کتوونکي په دې اند دي چې د پاکستان پوځ د خپلو ګټو لپاره په بېلابېلو نومونو سره  لسګونه توند لارې وسله والې ډلې جوړې کړي چې په نږدې راتلونکې کې به  خپله پاکستان ته په سرخوږي بدلې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist