Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد: هېوادونه باید د یو بل حریم ته درناوی ولري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/24

له هغې وروسته چې په پاکستان کې ناامني او بریدونه زیات شوي دي اسلام اباد له کابل سره ښې اړیکې نه پالي او د خپلو ملامتیو پړه پرافغانستان اچوي.

د کابل او اسلام ترمنځ ناسمې اړیکې هغه مهال بیخي ترینګلې شوې چې کله پاکستاني پوځیانو د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه وکړل.

اوس هڅې پیل شوي چې دغه ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د خبرو له لارې له ټولو سره د ستونزو حل غواړي او له اسلام باد سره د وروستیو پیدا شویو مسایلو په تړاو هم پر خبرو ټینګار لري.

ذبیح الله مجاهد شمشاد ته وویل، په همدې موخه یې اسلام اباد کې د افغانستان شارژدافیر د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره لیدلي دي.

مجاهد زیاتوي: « افغانستان تل د ستونزو په حل ټينګار کړی او پلوی یې دی. تېره ورځ د اسلامي امارت سفیر په اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره لیدلي و او په خبرو کې پاکستاني لوري ته دا خبره تصریح شوې ده چې موږ د حل او د ستونزو د له منځه وړلو پلوي یو، په خبرو باور لرو او هېوادونه باید د یو بل حریم ته درناوی ولري، داسې کړنې ترسره نه شي چې بیا وروسته پېښماني ولري؛ نو موږ هم  د ستونزو د هواري لپاره په خبرو تمرکز کوو او باید هره ستونزه د خبرو او ناستو له لارې هواره شي.»

په اسلام اباد کې د افغانستان شارژدافیر سردار احمد شکیب او د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په لیدنه کې پر دې هوکړه شوې، چې په راتلونکي کې به داسې پېښې نه تکرارېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د پیدا کېدو لامل کېږي.

په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه او سیاسي اړیکو هم خبرې شوې. 

شکیب وايي: « د پاکستان د وروستیو بمباریو په پایله کې چې کومې ستونزې رامنځته شوې، د دې په اړه داسې هوکړه وشوه چې په راتلونکي کې به داسې پېښې بیا نه تکرارېږي، دواړه حکومتونه او هېوادونه به په دې تړاو په ګډه کار وکړي. همداراز سوداګرۍ، د خلکو تګ او راتګ او کډوالو په اړه هم یوه مثبت تعامل ته باید سره ورسېږو او ګډ کار وشي څو د خلکو ستونزې له منځه لاړې شي او ژوند یې متاثره نه شي.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، پاکستان ته هم په کار وه چې د برید پرځای یې مساله د خبرو له لارې مطرح کړې وای  او په خبره یې  اوس هم وخت شته باید ستونزې د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې حل شي.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: « څه موده وړاندې ځېنې ستونزې پیدا شوې او له بده مرغه زموږ په ملي حاکمیت تېری وشو، چې دا د حل لاره نه وه او باید د ډيپلوماټیکو لارو ستونزه هواره شوې وه. موږ هیله لرو چې له دې وروسته هم چې هره ستونزه پیدا کېږي ښه او معقوله لار یې ډيپلوماټيکه او د خبراترو لار ده او له همدې لارې باید هره ستونزه هواره شي.»

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني سره په اسلام اباد کې په داسې حال کې لیدنه ترسره کېږي، چې نوموړي د خوست او پکتیکا له بریدونو وړاندې تور پورې کړی و چې په افغانستان کې له پنځو ترشپږو زرو ټي‌ټي‌پي وسله وال اوسېږي او کره شواهد په واک کې لري چې دغو جنګیالیو ته له هند پیسې راځي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist