Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
احسان الله احسان: تاجکستان او پاکستان په افغانستان کې د اوسني حکومت ضد ډلو د تقویه کولو هوکړه کړې

احسان الله احسان: تاجکستان او پاکستان په افغانستان کې د اوسني حکومت ضد ډلو د تقویه کولو هوکړه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/19

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي پخواني ویاند احسان الله احسان هندۍ “د سنډي ګارډین “ورځپاڼې ته په یوه ليکلې مقاله کې ادعا کړې، چې د پاکستان او تاجکستان استخباراتي ادارې هڅه کوي د افغانستان سرپرست حکومت ضد ډلې تقویه کړي او خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره ترې ګټه واخلي.

نوموړي په مقاله کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو استخباراتي ادارو د استازو ترمنځ د نیابتي ډلو د انسجامولو لپاره څو ناستې شوي، چې لومړنۍ دوې هغه يې د پاکستان په راولپنډۍ او وروستۍ یې په تاجکستان کې هغه مهال وشوه، چې د پاکستان استخباراتي ادارې پلاوي یاد هېواد ته په خپل سفر کې دوه اړخیز تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به يې داعش او مقاومت نومې جبهه، د نيابتې ابزارو په توګه د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره تقويه او کاروي.

د مقالې یوه برخه: «په دې وروستیو کې د پاکستان او تاجکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ د نیابتي ډلو د تنظیم او یو ځای کولو څو غونډې شوې دي. لومړنۍ دوې غونډې د پاکستان په راولپنډۍ کې شوې وې او وروستۍ غونډه یې په تاجکستان کې هغه مهال وشوه، چې د پاکستان د استخباراتي ادارو پلاوي تاجکستان ته سفر وکړ، چې په کې دوه اړخیز تړون لاسلیک شو.»

د احسان‌الله احسان په مقاله کې د ادعاوو پر دوام زياته شوې، د دوشنبې او اسلام‌اباد ترمنځ په دې اړه شوې هوکړې له مخې، به د داعش ډلې خراسان څانګې ته اجازه ورکول کېږي چې تاجکستان کې په ښکاره توګه نوي بریدګر او ځانمرګي استخدام او په ګاونډیوهېوادونو کې یې د ناامنۍ لپاره وکاروي.

د مقالې له مخې، د یادې هوکړې پر بنسټ به د افغانستان په شمالي او یو شمېر نورو ولایتونو کې داعش ډله خپل بریدونه زیاتوي او د مقاومت نومې جبهه به له دې ناامنیو په ګټې اخېستو سره د خپلو هدفونو په لټه کې وي.

د مقالې یوه برخه: « د هوکړې له مخې، د کابل په ګډون په شمالي زون او یو شمېر نورو ولایتونو کې به د مقاومت جبهه خپل هدفونه لټوي او داعش به د ناامنیو د هڅولو لپاره ځانمرګي بریدګر چمتو کوي.»

د ټي‌.ټي.‌پي پخواني ویاند د خپلې مقالې په یوه برخه کې همدا راز ویلي، چې پاکستان ته بله لاره نده ور پاتې نو ځکه پاکستان د داعش او نورو ډلو پر مټ د افغانستان پر حکومت د فشار راوړلو وسیلې په توګه کار اخلي.

د سیاسي چارو شنونکو په باور د ګاونډيو هېوادونو له لوري په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو تمويل د سیمې امنيت پر ګټه نه دی او له سرپرست حکومته غواړي، چې دا ډول پلانونو ته متوجه شي او هر هغه هېواد چې د افغانستان اوسنی امنیت ګډوډوي، پر وړاندې یې ودرېږي.

د سياسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال: « موږ په بېلابېلو وختونو کې ولیدل چې د مقاومت په نوم ډله یا هغه ډله چې اسلامي امارت سره مخالفت لري، هغوی په وار، وار په تاجکستان کې پټې او ښکاره ناستې کړي؛ نو دا ټول هغه ثبتونه دي چې سړی ویلی شي داعش او د مقاومت د ډلې غړي په دغه دواړو هېوادونو کې د طالبانو پر ضد فعالیتونه کوي.»

 د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « هغوی هڅه کوي افغانستان بې ثباته کړي او هغه نسبي امنیت چې په افغانستان کې تامین شوی له منځه یې یوسي، حال دا چې په افغانستان کې ناامني او بې ثباتي د سیمې د امنیت، سولې او ثبات له منځه وړل دي او د سیمې هېوادونه هم له ګواښ سره مخ کوي؛ نو هرهغه هېواد چې غواړي افغانستان ناامنه کړي، اسلامي امارت باید د هغه هېواد کړنو ته جدي پاملرنه وکړي

د احسان‌الله احسان له لوري په ليکل شوې مقاله کې دا هم ويل شوي، چې د پاکستان ډېری دا ډول دسیسو پر وړاندې د سرپرست حکومت له لوري د پام وړ مقابله شوې او په خبره یې له همدې امله پاکستاني جنرالان اوس د دې پروژې د مؤثريت لپاره پر نویو تګلارو کار کوي.

د احسان الله احسان دغه مقاله چې په ۳ پاڼو کې لیکل شوې د نیابتي ډلو په تړاو د تاجکستان او پاکستان حکومتونو او یا څارګرو ادارو څه نه دي ویلي؛ خو د سرپرست حکومت په زندانونو کې لسګونه تنه تاجکستاني او پاکستاني وګړي چې له داعش سره تړاو لري بندیان دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist