Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد: یوناما دې روان کال د سرپرست حکومت رسمیت پېژندلو ته کار وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/18

په هېواد کې د یوناما د ماموریت له غځېدو سره همهاله، سرپرست حکومت د امنیت شورا د دې پرېکړې هرکلی کوي.

سرپرست حکومت د هرکلي ترڅنګ په کابل کې د ملګرو ملتونو له سیاسي استازولۍ (يوناما) غواړي، چې خپل ماموریت په داسې ډول ترسره کړي، چې پايله يې د ملګرو ملتونو په شمول د ټولو افغانانو په ګټه وي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « موږ غواړو چې یوناما په اغېزناکه توګه افغانستان کې فعاله اوسي. د دوی اوسنی رول یوازې د راپور ورکولو دی چې دا ډېر محدود رول دی او ستونزې لري. ښه دا ده چې یوناما په افغانستان کې د افغانستان د نظام او ملګرو ملتونو ترمنځ ښه منځګړتوب وکړي.»

مجاهد زیاتوي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ باید سرپرست حکومت ته وسپارل شي او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو ترڅنګ دې نړيوال د ستونزې حل په موخه، پر سرپرست حکومت فشارونه او بنديزونه نه وضعه کوي.

هغه وايي: « د افغانسان پیسې ګنګل شوې او په دې کې ملګري ملتونه رول لري، باید خپل رول ادا کړي. همداراز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ افغانانو ته وسپاري څو د افغانستان د خلکو استازیتوب وکړي، د افغانستان له ګټو دفاع وکړي او د افغانستان د هر وګړي غږ هلته ورسوي. بندیزونه باید له منځه لاړ شي. له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په ټينګښت کې باید دوی ښه رول ولوبوي، چې د دې کارونو ګټه به نېغ په نېغه افغانانو ته رسېږي او یوناما هم د ملګرو ملتونو ښه استازولي کولی شي، له دوی تمه هم همدا ده؛ نو تر دې دمه کمکاري شوې ده او موږ غواړو راتلونکي کې کال ښه فعاله اوسي.»

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، سرپرست حکومت له هېوادونو سره اړیکو ته تر بل هر وخت اړتیا لري او یوناما کولی شي په دې برخه کې د تسهيلوونکي رول ادا کړي.

د دوی په باور ، که چېرې سرپرست حکومت او نړیواله ټولنه د یو بل غوښتنې ومني، په دې توګه به له نړۍ سره د اسلامي امارت سیاسي اړیکې پیاوړې او د حکومت رسمیت پېژندلو ته به زمینه برابره شي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « داسې لارې دې غوره کړي چې افغانستان له انزوا وِژغورل شي.» 

د سیاسي چارو کارپوه محمد اسلم دانشمل وايي: « زموږ هیله دا ده چې په روان ۲۰۲۴ کال یوناما د افغانستان ګوټ ګوټ ته د خپلو پرګرامونو لمن وغځوي ترڅو افغانان د دوی له مرستو او پرګرامونو ګټه واخلي.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « هیله‌من یو په ۲۰۲۴ کال کې یوناما د افغانستان په سیاسي اوضاع کې لاسوهنه ونه کړي او پرېږدي چې افغانان خپله د اوسني حکومت په مشوره خپل سیاسي برخلیک وټاکي، خپل کورني موضوعات، درس، تحصیل او د علمي او فرهنګي ظرفیت لوړونې بحثونه خپله افغانان حل کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو په ترسره کړې وروستۍ غونډه کې په پنځلسو موافقو رایو سره د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمديد کړ.

یوناما د ملګرو ملتونو ځانګړی سیاسي ماموریت دی، چې د ۲۰۰۲ کال د مارچ پر ۲۸ مه د ياد سازمان د امنیت شورا له خوا د ۱۴۰۱ پرېکړه لیک له مخې تاسیس شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist