Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما د افغانستان سرپرست حکومت د عمومي عفوې پر نقض تورن کړی

اسلامي امارت: افغانستان کې د یوناما تېر یو کلن مزل اغېزناک نه وه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/18

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د خپلې سیاسي استازولۍ (یوناما) ماموریت د یوه بل کال لپاره هم غځولی دی.

په تیر یو کال کې یوناما د ملګرو ملتونو عمومي ناستو  او امنیت شورا غونډو ته یوازې دافغانستان په تړاو راپورونه ورکړي دي.

د اسلامي  امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په تېر یوه کال کې د یوناما فعالیتونه په افغانستان  کې اغیزمن نه ګڼي او زیاتوي، یوازې د یو راپور ورکوونکي دنده یې ترسره کړې.

مجاهد پر یوناما نیوکه کړې چې په خپلو راپورونو کې یې هم بې پرېتوب نه دی ساتلی او د حقایقو خلاف یې عمل کړی چې دغه ډول کړنې د ملګرو ملتونو او یوناما له شان سره نه ښايي.

مجاهد زیاته کړې:« د یوناما تیر کال فعالیت ډېر موثر نه وه. ما یادونه وکړه، دوی ( یوناما) یوازې د یوه راپور ورکولو کار ترسره کړی چې هغه هم موثر نه وه، هغه هم په ناسم ډول، ډېری وخت دوی شمېرې ملګرو ملتونو ته غلطې انتقال کړي. ډېری وختونه دوی موضوعات په ناسم ډول مالومات تعبیر کړي او بیا په راپور کې ځای پر ځای کړي. ډېری وخت دوی یو دوه موضوعات ډېر لوی کړي، نو ټولې لاسته راوړنې او پرمختګونه چې افغانستان کې شوي، پر هغې پرده اچولې او په راپور کې درک نه وه. نو دغه شان راپورونه ورکول داسې مالومېږي چې یو مغرضانه غوندې حرکت شوی چې دا د ملګرو ملتونو او یوناما له شان سره نه ښايي.»  

د سیاسي چارو شنونکي وايي، په افغانستان کې د یوناما ماموریت دوام او حضور د افغانانو پر ګټه دی او په تیر یوه کال کې دا ثابته شوې هم ده.

دوی وايي، په هغو برخو کې چې ترې تمه کېده او څه نه دي شوي لامل یې صلاحیت دی چې یوناما په سیاسي برخو کې هېڅ ډول واک نه لري.

دغه راز دوی زیاتوي، یوناما ته پکار ده چې په بشري برخو کې خپل فعالیت زیات او ریښتینی کړي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي:« په تېرو دوه نیم کلونو کې په افغانستان کې د یوناما ماموریت اغېزمن، مثبت او د افغانانو پر ګټه وه. زموږ غوښتنه دا ده چې یوناما بشري برخو کې خپلو هڅو ته لا پياوړتیا ورکړي. په سیاسي برخه کې زما باور دا دی چې یوناما هېڅ اغېز نه لري ځکه هغه هېوادونه چې نړیواله ټولنه ترې جوړه ده په ځانګړي ډول د امنیت شورا هغوی پرېکړه نیونکي دي او دغه هېوادونه چې پرېکړه نیونکي دي، دوی بیا نړیوالو قضیو کې او د افغانستان مساله کې د خپلو ګټو پر اساس پرېکړه کوي.»

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي، هیلې دادي چې د یومانا ماموریت له تمدید سره د روان کال ترپایه نړیواله ټولنه افغانستان سره مثبت تعامل ته ورسیږي او افغانستان د تېر په څیر یوځل بیا د نړیوالې ټولنې فعاله غړی وګرځي.

هغه زیاتوي:«هیله من یو چې د دغه کال تر پایه نړیواله ټولنه افغانستان سره د یو مثبت تعامل له لارې اړیکې جوړې کړي ترڅو افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي او پخوا په څېر د نړیوالې ټولنې یو فعاله غړی پاتې شي.»

په کابل کې د یوناما مسوولینو له اکثریتونو افغان چارواکو سره جلا جلا لیدنې کړي چې دغو لېدنو ډېری یې د کورنۍ چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، د ریئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي سره ترسره شوي دي چې شمېر یې لسګونو ته رسیږي ، خو کتونکي په دې باور دي هغه څه چې په دغو لېدنو کې مطرح شوي د یوناما له لوري په سمه توګه نړیوالو غونډو ته نه دي وړاندې شوي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist