Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د سیمې هېوادونو ترمنځ سیاسي رقابتونه پر اړیکو بدلیدونکي دي چې پرافغانستان به مثبت اغیز ولري

کارپوهان: د نړیوالو مشروع غوښتنو منل افغانستان له نړۍ سره له ټکر ژغورلو لپاره حياتي بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/14

د افغانستان  بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي کابل کې د یوې ناستې پر مهال اندېښنه ښودلې وه، چې له نړۍ سره ټکر د افغانانو لپاره ښې پایلې نه لري.

امیرخان متقي ویلي، بهرنیو چارو وزارت نړۍ ته د افغانستان د ښه تصویر وړاندې کولو د دندې ترڅنګ، مکلف دی چې افغانستان نړۍ سره له ټکره وژغوري.

 هغه زیاتوي: «د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او نړۍ د وصل کېدو مسوولیت لري او بالاخره افغانستان له هغه درانه او نه جبرانېدونکي ګواښه ژغوري چې هغه له نړۍ سره ټکر دی او په پایله کې یې د افغانانو دربدري ده.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې افغانستان له نړۍ سره په تقابل کې دی.

دوی وايي، دا چې افغانستان له نړۍ سره له ټکره وژغورل شي مهمه ده چې د نړۍ هغه مشروع غوښتنې چې له اسلامي ارزښتونو سره په تقابل کې نه دي او د افغان ولس له غوښتنو سره توپیر نه لري باید ومنل او عملي شي.

دغه راز دوی وايي، یوازې د نجونو زده کړو او د ښځو کار ته د اجازې ورکړه کولی شي چې د نړیوالو پلمې ورختمې کړي، افغانستان له نړۍ سره مثبت تعامل ته ورسوي او افغان لوری باید د خپل هېواد د ژغورلو لپاره په دغه برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « دا چې اوس د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې موږ باید خپل هېواد له نړۍ سره له ټکره وژغورو، که غواړئ چې دا لویه قرباني او فداکارۍ ورکړئ؛ نو د نړۍ مشروع غوښتنې ومنئ ترڅو نړیوال له تاسې سره تعامل وکړي او دا هېواد او ولس له دغه ۴۵ کلنې غمیزې څخه وژغورل شي. ستاسې له راتګه تر نن ورځې خپله ولس، سیاسي شنونکي او نړیوال درته وايي، چې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړئ، ځکه له نړیوالو سره ستر ټکر دی؛ نو هیله کوو د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزئ او د مېرمنو د کار مساله حل کړئ.»

په ورته وخت کې امیر خان متقي وايي، د افغانستان متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست له امله له سیمې سره تعامل زیات شوی او د نورو هېوادونو په پرتله د افغانستان په بازارونو کې د توکو بیو د راټیټېدو لامل هم همدغه مساله ده.

متقي زیاتوي: « په راروانو شپږو میاشتو کې به موږ او تاسې ډېر ښه ښه زیري واورو، ډېر ښه پرمختګونه به ووینو، ډېرې لویې لویې پروژې به پیل شي، هغه پروژې چې خلکو په خوب کې لیدلې او اوس په عمل کې پیلېږي دا ټول زموږ او ستاسې د ښه او متوازن سیاست او معتدلې پالیسۍ پایله ده، زموږ د هغه اقتصاد محوره پالیسۍ پایله ده چې موږ او تاسې نه غواړو له نورو هېوادونو سره په ټکر کې راشو.»

اسلامي امارت تل په دې ټينګار کوي چې له هېڅ هېواد سره تقابل نه غواړي او هیله لري چې له ټولو هېوادونو سره ښې نږدې او دوستانه اړیکې ولري او هغه ټولې اندېښنې بې ځایه ګڼي چې ګني له افغانستانه به نورو ته ګواښ پیښ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist