Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ژورنالیزم پوهنځي زده کړیالان: له حکومته غواړو د رسنیو لپاره ځانګړې تګلاره چمتو کړي

ژورنالیزم پوهنځي زده کړیالان: له حکومته غواړو د رسنیو لپاره ځانګړې تګلاره چمتو کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/14

د خوست شېخ زاید پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي زده کړیالان له سرپرست حکومته غواړي، چې د رسنیو او خبریالانو په وړاندې دې د یوې منظمې تګلارې د جوړولو کارونه ژر تر ژره پای ته ورسوي، څو د دوی په خبره په دې برخه کې رامنځته کېدونکې ستونزې پای ته ورسیږي.

د ژورنالیزم پوهنځي یو تن زده کړیال اجمل ارمان وايي:« دولت ته دا پکار ده چې د رسنیو لپاره یو قانون جوړ کړي، ترڅو د هغه له مخې خپل نشرات ترسره کړي.»

اخوا ځینې نور بیا له دې سربېره له سرپرست حکومته اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې هم د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کوي.

دوی دغه راز د ځينو رسنيو د احتمالي تړل کېدو مخنيوي په موخه د سرپرست حکومت له لوري د يوه منظم ميکانېزم پر اساس د رسنيو مالي ملاتړ هم اړين بولي.

د ژورنالیزم پوهنځي یو تن زده کړیال اجمل وردګ وايي:« له حکومته مو تمه دا ده چې رسنیو ته صلاحیت ورکړي چې حقاق خپاره کړي او ملاتړ یې وکړي.»

 په ورته مهال د پوهنتون استادان بیا په هېواد کې د رسنیزو فعالیتونو لپاره د سرپرست حکومت لخوا د یوې ځانګړې پالیسۍ پر جوړولو ټینګار کوي.

 د دوی په خبره د یوې مشخصې پالیسۍ له رامنځته کیدو وروسته ممکنه ده چې د رسنیو پر وړاندې شته خنډونه تر ډېره پای ته ورسیږي.

د شېخ زاید پوهنتون استاد محمد خان نیازی وايي:« حکومت باید رسنیو یوه ځانګړي ملي اسلامي او افغاني پالیسي جوړه کړي. له بده مرغه دا تر اوسه پورې زموږ هېواد کې نیمګړې ده. همدارنګه هغه رسنۍ او په ځانګړي ډول سیمه ییزې رسنۍ چې کار کوي هغه باید یوه ځانګړي ملي او مسلکي پالیسي ولري.»  

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي،  د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي او که رسنۍ بې بنسټه مالومات نشر نه کړي نو په دې برخه کې کوم محدودیت نشته.

د مجاهد په خبره د رسنیو لپاره د چمتو شوي قانون چارې بشپړې شوي او یوازې د مشرتابه لخوا توشیح ته په تمه دي.

په هېواد کې د رسنیو د کار په وړاندې د ځانګړې قانون د تصویب دا غوښتنې داسې مهال کیږي چې له دې وړاندې هم د خبريالانو يو شمېر ملاتړو بنسټونو له حکومت غوښتې و چې د رسنيو قانون بايد ژر تر ژره تصويب شي ځکه د دوی په وينا د قانون په نه شتون کې د رسنيو او خبريالانو د ستونزو هواری له ډېرو ستونزو سره مخ ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist