Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګوتریش: د دوحې ناسته د ا.ا رسمیت پېژندنې لپاره نه وه جوړه شوې

Berlin, Germany - November 04: Antonio Guterres, High Commissioner for Refugees of UNHCR, attends a press conference in german foreign office on November 04, 2015 in Berlin, Germany. (Photo by Michael Gottschalk/Photothek via Getty Images)

ملګرو ملتونو يوځل بيا افغانستان کې د ښځو حقونو پر نقض نیوکه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/14

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټيریش په نیویارک کې د ښځو ملاتړ په نوم ناستې د وینا پر مهال ویلي، په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت په رسیدو سره پر ښځو د ۵۰ په شاوخوا کې د فرمانونو په صادریدو سره، افغان ښځې له ټولنیز ژوند محوه شوي دي.

 هغه زیاته کړې:« په ټوله نړۍ کې ترینګلتیاوې او کړکېچونه مخ پر زیاتېدو دي، چې پر ښځو او نجونو ناوړه اغېز لري. په افغانستان کې طالبانو د ښځو او نجونو ځپلو لپاره له ۵۰ زیات فرمانونه صادر کړي.»

د اسلامي امارت چارواکي که څه هم د ښځو حقونو د نقض په هکله د ملګرو ملتونو د سرمنشي د تازه څرګندونو په هکله څه نه وایي، خو له دې وړاندې یې په کراتو ورته نیوکې او ادعاوې رد کړي او یاد حقونه یې خوندي بللي.

خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وایي، له نړیوالو سټیجونو پر اسلامي امارت د ښځو حقونو د نقض له امله د نیوکو اغېز له ورایه ښکاري، چې پر بنسټ یې اسلامي امارت له نړیوال تعامل او رسمیت لرې ساتل شوی دی.

د سیاسي چارو کارپوه نازکمیر زیارمل وايي:« په نړیواله سطحه د افغانستان ښځو حقونو لپاره کومې ناستې چې ترسره شوي، د افغانستان په حاکم نظام یې خاص تاثیر نه دی کړی، خو یو څه باید له پامه ونه غورځوو، چې افغانستان یې سیاسي انزوا سره هم په سیمه او هم په نړۍ کې مخامخ کړی دی، یوازینۍ همدا موضوع ده. له دې زیات نړیوال د افغانستان پر حاکم نظام باندې زیات فشار نه شي راوستی، خو د افغانستان ټولې ډیپلوماتیکې لارې دې موضوع فعلا تړلي،ځکه تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم افغانستان پر رسمیت پېژندلی نه دی.»  

ځینې نور بیا وايي، د بشر حقونو تحقق په تړاو د بېلابېلو تعریفونه موجوديت د دې لامل شوی، چې حکومت او نړۍ یې سره یوې ناحل مرحلې ته رسولي.

دوی ټینګار کوي، چې اسلامي امارت دې نجونو ته د زده‌کړو او ښځو ته د کار حق د نړیوالو په غوښتنه نه، بلکې د افغانانو د غوښتنو پر اساس ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ښځو ملاتړ لومړنۍ غونده په ۱۹۴۶ میلادي کال کې د ملګروملتونو د اقتصادي او ټولنیزې شورا له خوا د جنسیتي برابرۍ او ښځو حقونو ته د پاملرنې په موخه په نیویارک کې ترسره شوه.

د یادو غونډو ۶۸ مه یې چې وړمه ورځ  د ۱۰۱ هیوادونو د استازو په ګډون سره ترسره شوې، په کې د افغان ښځو شته وضعیت د اندیښنې وړ وبلل شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist