Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد: قضايي نظام خپلواک او د هېچ ادارې تر اغیز لاندې نه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/13

د ښځینه قاضیانو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، د سرپرست حکومت د فرمانونو له مخې ټولې ښځینه قاضیانې په کور کېنول شوې، چې له امله يې ګڼو افغان مېرمنو ته په قضایي برخو کې ستونزې راولاړي شوې دي.

رینا امیري پر خپله خپله اېکس پاڼه لیکلي، هغه مېرمنې یې یادیږي چې په افغانستان کې یې د قاضیانو په توګه دندې لرلې.

امیري زیاته کړې:« د طالبانو پر له پسې فرمانونو ګڼې ښځینه قاضیانې په کور کېنولې او هغه افغان ښځې چې زیانمنوونکې وې او پر دغو قاضیانو ډاډمنې وې، هغوی یې ناهیلې کړې. زه ویلی شم، چې د دغو ښځينه قاضیانو چې یوه برخه یې له هېواده وتلي او یو شمېر یې لاهم دننه په افغانستان کې ژوند کوي چې د کار پر مهال یې د طالبانو د دوسیو د څېړلو له امله اوس له سختو ګواښونو سره مخامخې شوي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د رینا امیري څرګندونو ته په غبرګون کې وایي، اوسنی قضایي نظام خپلواک او د هېڅ ادارې تر اثر لاندې نه دی او یاده اداره د شریعت په چوکاټ کې د نارینه او ښځینه وو حقوق خوندي کوي.

د مجاهد په خبره، هر ډول قضیو ته پر وخت رسېدنه کېږي او په دې برخه کې د نړۍ اندېښنې بې بنسټه دي.

هغه زیاتوي:« افغانستان کې قضايي برخه کې افغانان باوري دي چې اسلامي امارت ډېر قوي قضايي سیسټم  ده او دا سیسټم مستقل دی او د هېڅ ادارې تر اثر لاندې نه دی، د ټولو هېوادوالو که نارینه دي او که ښځینه، هغوی ته خدمات وړاندې کوي او د ټلو حقوقو ته رسېدنه کوي. که د هر موضوع تر قضايي ارګانونو پورې تللي وي، هغه بې له کوم تبعیض حل کېږي او له شریعي اصولو سره سم پرېکړه کېږي. نو موږ په دې اړه  اندېښنې ردوو.»

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، د نړۍواله ټولنې په شمول ګڼ شمېر هېوادونه له سرپرست حکومت غواړي چې نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړي.

د دوی پر باور که سرپرست حکومت نجونو ته د کار او زده‌کړو اجازه ورکړي د سیمې او نړۍ هېوادونه به د افغانستان حکومت پر رسمېت سره وپېژنې.

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي وایي، په هېواد کې د ښځو د حقونو د نقض کېدو په صورت کې د اسلامي امارت چارواکي مسوول دي نه لوېدېځوال.

محمد خالد حنفي یادې څرګندونې په میدان وردګو کې يوې غونډې ته کړي او زياته کړې يې ده، چې په هېواد کې د ښځو حقونه خوندي دي او په دې تړاو يې د لویدېځ هېوادونو اندېښنې بې بنسټه بللي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بښنې نړیوال سازمان د سرپرست حکومت له بنده د بشري حقونو د یوې فعالې منېژه صدیقي او د زده کړو د فعالانو احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان د سمدستې خوشې کېدو غوښتنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist