Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د فرهنګي میراثونو ساتنې ملي ورځ؛ اطلاعاتو او کلتور وزارت د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ تاريخي ابدات بيا رغوي

د فرهنګي میراثونو ساتنې ملي ورځ؛ اطلاعاتو او کلتور وزارت د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ تاريخي ابدات بيا رغوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/11

د کب ۲۰ مه د فرهنګي میراثونو د ساتنې له ملي ورځې سره برابره ده، دا ورځ په کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

په غونډه کې د ملي موزیم مشر صبغت‌الله عابد د افغاني کلتور پر ساتنې ټينګار وکړ او وایي، په تېر کې ځینو هېوادونو د فرهنګي يرغل له لارې د افغاني فرهنګ د له منځه وړلو هڅه کوله.

عابد د افغاني فرهنګ ساتنه د هر افغان وجیبه بولي او زياتوي، چې حکومت د ياد کلتور او تاریخ ساتلو لپاره ژمن دی.

عابد وايي: « په همدې مناسبت مو نن دا غونډه جوړه کړې ده چې افغانان لا زیات خپل فرهنګ، کلتور او تاریخ ته پام واړوي، زموږ او ستاسې دوښمنانو ډېره زیاته هڅه کړې ده چې فرهنګ او تاریخ مو له خاورو سره خاورې کړي؛ نو د دې لپاره باید موږ خپله مبارزه جاري وساتو چې هېڅکله د افغانانو فرهنګ له منځه لاړ نه شي او تاریخ یې خراب نه شي. موږ خپله هڅه کوو چې څنګه وکولی شو د افغانانو تاریخ ته وده ورکړو او همدې هڅې ته دوام ورکوو.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي که څه هم د تېرو دوو کلونو په لړ کې د فرهنګي اثارو د قاچاق مخنیوي ادعا کوي، خو يو شمېر ولايتونو کې د لرغونو ابداتو د رغولو لپاره له هغو نړيوالو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کوي، چې وړاندې د تاريخي ابداتو د ساتنې په برخه کې يې په افغانستان کې فعاليت کاوه.

عزیزي‌وايي: « له نېکمرغه د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره دلته د قاچاق، غصب او ناقانونه کېندنو مخه ونیول شوه. موږ او تاسې شاهدان یو چې هره ورځ هغه کسان چې د قاچاق هڅه یې کړې یا مخکې قاچاق شوی، د امنیتي موظفینو لخوا نیول کېږي. همداراز د دې ورځې په مناسبت زه هغه بهرنیو موسسو ته، چې مخکې یې د افغانستان د تاریخي اثارو او لرغونو سیمو د ساتنې په برخه کې کار کولو، دلته یې پروژې درلودې بلنه ورکوم چې راشي او خپلې نیمګړې پاتې پروژې بشپړې کړي، ځکه د دوی پر وړاندې دلته هېڅ ډول خنډ نشته.»

بل لور ته د کابل ښاروالۍ مسوولین بیا وایي، په تېر کې د افغانستان ډېری تاریخي اثار یا له منځه تللي او یا هم د قاچاق کوونکو له لوري په ناقانونه توګه بهرنیو هېوادونو ته انتقال شوي.

دوی د تاریخي ابداتو او اثارو په ساتلو کې افغانان مسوول ګڼي او وایي، د هېواد په هر ګوټ کې دې د تاریخي ځایونو کلکه ساتنه وکړي.

د کابل ښاروالۍ کلتوري رئیس ولي ګل جواد وايي: « په دې کې هېڅ شک نشته دی چې په تېر کې د افغانتسان تاریخي اثار په سېستماتیک ډول یا له منځه وړل کېدل او یا بهر ته قاچاق کېدل. د نړۍ ټول موزیمونه د دې شاهدي ورکوي چې زموږ تاریخي اثار له هېواده بهر وېستل شوې، پلورل شوې دي او اوس د نړۍ په موزیمونو کې له هغې استفاده کېږي.»

دا مهال په ملي موزیم کې ۶۰ زره تاریخي اثار چې له بېلابېلو ولايتونو کابل ته رالېږدول شوي موجود دي.

 له دې وړاندې د فرهنګي ابداتو د ساتلو په برخه کې د حکومت پر کمې پاملرنې نيوکې کېدې؛ خو اوس د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولین د فرهنګي ميراثونو د ساتلو لپاره د يوه جامع پلان د جوړولو خبر ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist