Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي

کارپوهان: د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان سیاسي او اقتصادي اړیکو پالل مهم دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/10

د افغانستان لپاره د هند ځانګړي استازي جي‌پي‌سینګ پر مشرۍ یو هندي پلاوی کابل ته راغلی او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ترڅنګ یې له یو شمېر افغان سوداګرو سره لیدلي دي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، له هند سره د افغانستان د اړیکو ټینګښت له اقتصادي او سیاسي پلوه د افغانانو پر ګټه دی.

دوی وايي، له هند سربېره د سیمې له ټولو هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پالل د افغانستان لپاره ارزښتناکه دي او پکار ده چې په دغه برخه کې ګړندي ګامونه پورته شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « په سیمه کې له ټولو هېوادونو سره د افغانستان سیاسي، ټولنیز او اقتصادي تعامل ډېر ارزښتناک دی. په دې وروستیو کې چې له هند سره ځينې پرمختګونه په نظر کې نیول شوي او یا تر نظر تېرېږي دا ډېر مهم دي، له هند سره د افغانستان تعاملات کولی شي په سیاسي او اقتصادي ټيکاو کې ډېر مهم رول ولري.»

ځینې نور بیا وايي، کابل ته د هندي پلاوي راتګ دا هیلې زیاتي کړي، چې د افغانستان سرپرست حکومت له هېوادونو سره د رسمي اړیکو ټینګښت ته نږدې شوی.

دوی وایې، د سیمې ټولو هېوادونو ته پکار دي چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره اړیکې وپالي او د سیاسي او اقتصادي اړیګو لپاره چې د دوی په ګټه هم دي ګامونه واخلي .

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « هند تل زموږ له هېواد سره مرستې کړي او دا ټولو ته مالومه ده، دا چې د هند استازی افغانستان ته راغلی او د اسلامي امارت له مشرتابه سره یې خبرې کړي دا یو ډېر نېک اقدام دی، ځکه هند خپله په سیمه کې یو قدرت دی او دا اسلامي امارت ته یوه هېله مندي ده چې ورو، ورو هېوادونه دوی سره له سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماتیک پلوه اړیکې نیسي.»

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « زما په اند هند په سیمه کې یو لوی هېواد دی او په اوسنیو شرایطو کې باید ټول هېوادونه له افغانستان سره نېک او حسنه روابط ولري.»

سیاسي فعال کمال ناصر اصولي پر دې باور دی، چې په اوسنیو شرایطو کې دغه اړیکې د افغان ولس د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهمې دي، خو تر هغې چې د نجونو پرمخ د زده‌کړو دروازې نه وي پرانېستل شوي او کورنی مشروعیت نه وي اخېستل شوی دا اړیکې به نیمګړې وي.

اصولي وايي: « تر هغې چې کورنی مشروعیت خپل نه شي، د نجونو پرمخ ښوونځي خلاص نه شي هر ځوان په دې باندې پوه نه شي چې په افغانستان کې راتلونکی څنګه دی تر هغې دا اړیکې نیمګړي دي؛ خو بیا هم ښه ده چې دا اړیکې وي، ځکه افغان ولس په اقتصادي لحاظ ډېر ځورېږي او باید له ستونزو د وتلو لارې پيدا شي.»

په ورته وخت کې د هند ځانګړي استازي په کابل کې له پخواني ولسمشر حامدکرزی سره هم لیدلي چې په دغه کتنه کې داوړو لوریو د زده کړو په برخه کې د هند پر همکاریو خبرې کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist