Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: قطرته د افغان پوځي چارواکو سفر له لاسته راوړنو ډک و

مجاهد: قطرته د افغان پوځي چارواکو سفر له لاسته راوړنو ډک و

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/07

د افغانستان  ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد او د وسله وال پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت  قطر ته سفر کړی.

دغو لوړپوړو افغان پوځي چارواکو لومړی د وسلو له هغه نندارتونه لېدنه وکړه چې د نظامي توکو د تولید بېلابېلو نړیوالو کمپنیو خپل تولیدات په کې نندارې ته وړاندې کړي وو.

د دغه نندارتون په څنډه کې ملا محمد یعقوب د قطر هېواد د امیر له نایب سره هم لېدنه درلوده چې په کې د افغانستان او قطر ترمنځ د شته اړیکو په لا پراختیا ټینګار شوی دی.

په ورته وخت کې ملي دفاع وزارت سرپرست لوی درستیز د قطر له دفاع وزیر سره هم ناسته کړې چې اسلامي امارت دغه ناسته ګټوره یادوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، قطر  ته د دغو لوړپوړو افغان چارواکو سفر له نظامي پلوه د افغانستان لپاره له لاسته راوړنو ډک و.

مجاهد زیاتوي: « د هېواد دفاع وزیر د قطر له نایب امیر سره لیده کاته وکړل همداراز د هېواد لوی درستیز او دفاع وزیر د قطر له دفاع وزیر سره هم لیدنه وکړه، چې په دغو ټولو ناستو کې د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو پر موضوع خبرې وشوې، د اړیکو هغه بهیرونه وستایل شول چې په تېر کې مو له قطر هېواد سره درلودل او لودیځ سره هم د اړیکو پر پراختیا خبرې او بحثونه وشول. دغه سفر له لاسته راوړنو ډک او مهم سفر و او په نظامي برخه کې به د افغانستان لپاره ډېر څه له ځانه سره ولري.»

 د سیاسي چارو کارپوهان بیا قطر ته د افغان لوړپوړو نظامیانو سفر له سیاسي پلوه د افغانستان لپاره مهم یادوي.

دوی وايي، دغه سفر کولی شي چې د افغانستان، قطر او نړۍ ترمنځ همغږي او همکاري رامنځته کړي او له دې سره به د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت ترمنځ د شته ستونزو د حل لپاره د خبرو زمینه برابره شي.

په ټوله کې باور دا دی چې قطر په سیمه کې د امریکا ستراتیژیک ملګری دی او د دغه هېواد له چارواکو سره ناستې کولی شي د افغانستان د نظام او نړۍ ترمنځ فاصلې رالنډې کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « د قطر دفاع وزیر او لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته نه یوازې په اوس وخت کې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د رامنځته کولو لپاره یوه ښه پلمه کېدلی شي، بلکې هغه ستونزې چې په دا وروستیو کې د نړۍ او په ځانګړې توګه د غرب ترمنځ رامنځته شوې وې، د دغو ستونزو د له منځه وړلو لپاره د حل لارو د خبرواترو لپاره هم زمینه برابرولی شي.»

په دغه نندارتون کې چې د بېلابېلو هېوادونو د وسلو د تولید کمپنیو خپل پوځي پرمختللي تولیدات نندارې ته وړاندې کړي وو، د ګڼ شمېر هېوادونو دفاع وزیرانو او د پوځ مشرانو په کې ګډون کړی و او د افغانستان ملي دفاع  وزارت سرپرست وزیر ته هم په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist