وروسته له هغې چې په ځينو ولايتونو کې له دولسم ټولګي فارغو نجونو د نيمه لوړو زدهکړو لپاره ازموينه واخېستل شوه، د نجونو پر زدهکړو د سرپرست حکومت له لوري لګول شوي محدوديت کمولو په اړه يې هيلې زياتې کړې.
د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت وايي، که د حکومت مشرتابه يې په اړه پرېکړ وکړي، چمتو دي، چې د نوي تعليمي کال له پيل سره په نيمه لوړو زدهکړو موسسو کې، زرګونه نجونو ته د زدهکړو زمينه برابره کړي.
د شهامت په خبره، دغه اداره راتلونکی کال په دولتي نيمه لوړو زدهکړو موسسو کې د پوره ۲۹زره هغو نجونو د جذب ظرفیت لري، چې له دولسمو ټولګيو فارغې شوې دي.
شهامت زیاتوي: « موږ د اسلامي امارت مشرتابه په تمه یو چې هر وخت د نجونو د زده کړو امر وشو، موږ بیا هغه وخت تصمیم نیسو او استثنا نه لرو. ان شاءالله هر څنګه چې هدایت وشو هغسې عمل کوو. موږ سره نجونې زده کړیالانې هم زیاتې دي، نږدې ۲۹۰۰۰ زده کړیالانې دا اوس لرو چې زده کړې یې ځنډول شوې دي.»
بلخوا د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې چارواکي په پام کې لري، چې راتلونکی کال د يادې ادارې له لوري له تمويلېدونکو نيمه لوړو زدهکړو موسسو څخه تازه فارغ شوي زر کسان، د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې په اډانه کې د کارکوونکو په توګه جذب کړي.
د چارواکو په خبره، له لومړۍ تر پنځمې درجې له نيمه لوړو زدهکړو فارغ شوي ياد شمېر کسان به په دولتي انسټيټیونو او ښوونځيو کې د استادانو په توګه پر دندو وګوماري.
شهامت وايي: « زموږ له سروې وروسته زر هغه زده کړیالانې چې له لومړۍ تر پنځمې درجې فارغې شوې دي، په روان کال کې به یې د قراردادي استادانو په توګه مقررې کړو، چې داسې به هم دوی ته د کار زمینه برابره شي او هم زده کړو او ان شاءالله تر راتلونکو دوو کلونو به د دوی د زده کړو لګښت هم دوی ته ورکول کېږي.»
د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې د مالوماتو له مخې، روان کال یادې ادارې په ټول هېواد کې ۳۶زره کسان له تخنيکي او مسلکي زدهکړو فارغ کړي چې د وړم کال پرتله ۶زره تنه زیات دي.
دغه اداره هر کال په ۱۱ سکټورونو او ۷۳ څانګو کې څه باندې ۳۰ زره کسان د مسلکي ظرفیتونو په توګه د کار بازار ته وړاندې کوي، خو تازه د صنعتي کارخونو، کان کېندنې، اوسپنې پټلۍ، د هوټلونو او سیاحت مديريت په شمول ۲۵ نورې څانګې هم ور اضافه شوي دي.