Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: داعش د ګډ دوښمن په توګه د سیمې ناامنه کولو هڅه کوي

عبدالکبیر: هېواد کې داعش ډله په بشپړ ډول ځپل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/04

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د ننګرهار د نازیانو ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره په لیدنه کې د داعش ډله په بشپړ ډول ځپل شوې بللې.

مولوي عبدالکبیر ویلي، تېر کې داعش ډلې د تحرکاتو په پایله کې د ننګرهار په ګډوڼ د هېواد د نورو ولایتونو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو؛ خو په خبره یې اوس دغه ډله له منځه وړل شوې.

هغه زیاته کړې:« شینواري ولسونه د ننګرهار د نورو اوسېدونکو په څېر په تېر کې د داعش فتنه ګرې ډلې قربانیان وو، خو له نېکه مرغه چې د اسلامي امارت ځواکونو له لوري دغه ډله له منځه تللې او د ننګرهار ولسونه یې له شره ژغورل شوي دي.»

د سیاسي چارو شنونکي داعش بهرنۍ پدیده بولي چې په وینا یې په افغانستان کې هېڅ راز د پېښې او فعالیت ځای نه شي خپلولی.

دوی دغه ډله په سیمه کې د نړیوالو لویو استخباراتي کړیو د پلانونو د عملي کولو لپاره جوړه شوې پدیده ګڼي، چې په وینا یې اصلي موخه یې د هېوادونو ناارامه کول او ترهګري خپرول دي.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي:«  داعش په افغانستان یا د افغانانو ترمنځ د ودې او تکامل لاره نه شي خپلولی، د داعش عنوان او داعش پدیده د عربي هېوادونو د ځپلو، بدبختیو، جنګونو او ناخوالو لپاره جوړه شوې وه، چې دغه پدیده خپله د سي .آی اې د رهبرۍ تر چتر لاندې د انګلستان له پلان سره سمه جوړه شوې وه.»

بل پلو بیا یو شمېر نور تېر کې د داعش پراخو تحرکاتو ته په کتو وایي، چې د دې پدیدې له منځه وړل پراخو او دوامداره هڅو ته اړتیا لري.

د سیاسي چارو شنونکی برنا صالحي وايي: « دا سمه ده چې په افغانستان کې د داعش تحرکات او فعالیتونه د تېر پرتله کم شوي؛ خو دا په دې مانا نه ده چې داعش یا نورې ترهګریزې ډلې په بشپړه توګه له منځه تللي. افغانستان داسې هېواد دی چې دلته تل د ترهګریزو ډلو موجودیت شونی دی؛ خو په دې کې هم شک نشته چې نن داعش او نورې هغه ترهګریزې ډلې چې د نظام پر وړاندې یې کړنې ترسره کولې؛ تر ډېره ځپل شوې دي.»

د ریاست الوزا سیاسي مرستیال په هېواد کې داسې مهال د داعش ډلې له منځه وړلو خبره کوي، چې له دې وړاندې هم ملګرو ملتونو او ګڼو نړیوالو هېوادونو د يادې ډلې پر وړاندې د سرپرست حکومت مبارزه ستایلې او ترسره شوي اقدامات يې اغېزناک بللي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist