د تخار ولایت اوسېدونکی سید حنان له کلونو راهیسي د مچیو روزنه کوي او دا مهال د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د مچیو فارم لري چې زرګونه مچۍ په ۴۰۰ صندقونو کې ساتي.
سید حنان وايي، په یخ موسم کې په ګرمو ولایتونو او ګرمۍ کې په یخو ولایتونو کې د مچیو روزنه کوي، چې سږکال يي دا دوهم ځل دی کندهار کې له مچیو عسل تولیدوي خو د پخوا په ډول په ښه بیه نه پلورل کېږي.
هغه زیاتوي:« زموږ شات بازار نه لري، موږ غواړو چې د شاتو لپاره مو مارکېټ جوړ شي، ترڅو شات په کې وپلورو. »
میرزا محمد کندهار کې د شاتو یو پلورنځی لري، چې په کې بېلابېل ډوله وطني او بهرني شات پلوري.
د میرزا محمد په وینا، کندهاري شات يي په کور دننه او بهر کې ډېر مینوال لري.
هغه زیاتوي:« اوس د کندهار له شاتو سره خلک ډېر بلد شوي او خوښوي یې او په ځانګړي ډول د ریحان شات ، چې دا زموږ خپل د افغانستان شات دي. خو د شاتو پلور یو څه کم شوی دی.»
په کندهار کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ امیر مولوي محمد حامد وايي، سږکال د تېر کال پرتله د مچیو د روزنې په فارمونه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او اوس يې شمېر ۷۳ ته رسیږي، چې ۵۰ زره کیلو شات به ترې ترلاسه سي.
د حامد په خبره، کندهار کې اوس مهال د سپانځې د ګلانو څخه هم شات تولیدیږي.
په کندهار څو کلونه وړاندې په لومړي ځل د ریحانو له ګل څخه عسل تولید سوه خو اوس د نورو ګلانو څخه هم خلک د مچیو د روزنې لپاره کار اخلي.