Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلېنکن: ټولنه کې د افغان ښځو اقتصادي کمزوري د افغانستان کمزورۍ په مانا ده

بلېنکن: ټولنه کې د افغان ښځو اقتصادي کمزوري د افغانستان کمزورۍ په مانا ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/29

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب او د دې هېواد د بوسټون پوهنتون په همکارۍ د  “افغان ښځو اقتصادي مقاومت ائتلاف” په نوم ناسته ترسره شوه.

دې ناستې ته د امریکا بهرنیو چارو وزیرانټوني بلېنکن د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ او د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په ګډوڼ د خصوصي سکټور، مدني ټولنې، پوهنتونونو او حکومتونو استازي هم بلل شوي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دې ناسته ته په خبرو کې د لګول شویو محدودیتونو له امله د افغان ښځو ناسم اقتصادي وضعیت د افغانستان اقتصادي کمزورتیا لوی لامل ګڼي، چې په خبره یې په ټولنه کې د افغان مېرمنو ښکېلتیا کولی شي د افغانستان اقتصاد ته میلیاردونه ډالر تزریق کړي.

بلېنکن وايي: « د طالبانو له لوري وضع شوي محدودیتونه د افغانستان ظرفیت کمزوری کوي. که چېرې افغان ښځې او نجونې زده‌کړو او کار ته لاسرسی ولري، ګټه به یې ټول هېواد ته ورسیږي. ښځې به له دې سره کولی شي د خپلو کورنیو پر مېزونو خواړه برابر کړي، دوی کولی شي د افغانستان اقتصاد ته میلیاردونه ډالر ور زیات کړي. اقتصادي فرصتونه د دوامداره سولې او ثبات لپاره پیش شرط ګڼل کیږي؛ له دې کبله د ښځو ښکېلتیا د ټولنې له ودې سره مرسته کوي. خو دا د افغانستان کمزوري ده چې ښځو ته یې له خپلو ظرفیتونو د ګټې اخېستنې اجازه نه ورکول کیږي.»

د بلېنکن په خبره، د دې ائتلاف له ایجاد اصلي موخه دا ده چې د انلاین زده‌کړو له لارې افغان مېرمنو ته کاري زمینې رامنځته شي، څو د سکالرشیپونو له لارې وکولی شي د امریکا په پوهنتونونو کې د لېسانس او ماسترۍ پر کچه زده‌کړې ترلاسه کړي او وبه توانیږي، چې په انلاین بڼه د وړو کارو بارونو په رامنځته کولو کې ورسره مرسته وکړي.

بلېنکن زیاتوي: « ان په دې سختو او ننګوونکو حالاتو او شرایطو کې دا مهال ډېر زیات فرصتونه موجود دي. په دې تالار کې له حاضرو ټولو ګډونوالو سره له افغان مېرمنو او نجونو څخه د ملاتړ او همکارۍ ښه فرصتونه موجود دي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه راز وايي، نړۍ زده‌کړو ته د لاسرسي په اړه د افغان ښځو له غوښتنې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

 نوموړی وايي، د منځني ختیځ، اسیايي، اروپايي او امریکايي له ۷۰ زیاتو هېوادونو په یوه غږ په افغاني ټولنه کې د ښځو د پوره او مانا لرونکي ښکېلتیا غوښتنه کوي.

خو د ښځو د حقونو چارو فعاله ثریا پیکان؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د ورته ائتلافونو او ناستو رابلل نمایشي ګڼي، چې په خبره یې نه شي کولی په عملي ډول د افغان ښځو په اقتصادي پیاوړتیا کې رغند رول ادا کړي.

پیکان وايي: « له لېرو لارو د افغانو ښځو د اقتصادي وضعیت پیاوړتیا شونې نه ده او دا به یوازې د یو څو تنو هغو ښځو په ګټه وي، چې دا ډول پروژې وړاندې کوي او په انلاین بڼه زده‌کړې، درسونه او ځیني نور کوچني پرګروامونه عملي کوي، دا د افغانستان د ټولو ښځو لپاره کومه ګټه نه لري. افغانې ښځې ښوونځي ته تلل، حضوري زده‌کړې او کارغواړي چې همدا اړین مسایل دي.»   

بل پلو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا پر افغان حکومت د نړۍ له لوري د شته فشارونو یو لوی لامل د ښځو د کار او زده‌کړو پر وړاندې لګولي محدودیتونه په ګوته کوي، چې په خبره يې د وضع شویو محدودیتونو په لرې کولو سره، حکومت د نړيوالې ټولنې پراخ ملاتړ ترلاسه کولی شي.

د سیاسي چارو کارپوه برنا صالحي وايي: « له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت په اړیکو کې د ښځو مسالې ډېره جدي ستونزه جوړه کړې او زما په نظر که اسلامي امارت په لومړي قدم کې وکولی شي په یوه چوکاټ کې د نجونوزده‌‌کړو او ښځو د کار مساله هواره کړي؛ نو نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو د ستونزې لویه برخه به هواره شي. د ښځو د زده‌کړو، کار او نورو حقونو په اړه دې نورو پړاوونو کار وشي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال د افغان مېرمنو د اقتصادي ملاتړ په موخه ناسته رابولي، چې له دې وړاندې هم په سیمه ییزه او نړیواله کچه ورته ناستې ترسره شوي، خو تر دې دمه یې د افغان مېرمنو په ژوند کې عملي بدلون نه دی رامنځته کړی. هغه څه چې کولی شي په راتلونکي کې پر دې ډول ناستو د افغانانو بې باوري لا زیاته کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist