Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ذبیح الله مجاهد: د هغو ناستو ملاتړ کوو چې له افغانستان سره په ګډه همکارۍ ترسره کېږي

ذبیح الله مجاهد: د هغو ناستو ملاتړ کوو چې له افغانستان سره په ګډه همکارۍ ترسره کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/25

 د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یوشیائوونګ وايي، ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې یې د افغانستان پر بیا رغونه خبرې کړي.

یوشیائوونګ وايي، افغانستان په اړه د ترکمنستان په کوربتوب د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزایرانو د ناستې ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړې: « د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال احمد قربانوف سره په لیدنه کې په دې خبرې وشوې چې له افغانستان سره د ګډې همکارۍ هڅې ګړندۍ کړو، چین د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو ناسته چې د ترکمنستان په کوربتوب ترسره کېږي ملاتړ کوي .»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،  په ټولو هغو ناستو کې چې د افغانستان په تړاو جوړېږي د افغان حکومت موقف، ملي حاکمیت او دی ته ورته نورو برخو ته باید درناوی وشي.

د مجاهد په خبره، د هرې هغې ناستې چې د افغانستان راتلونکې په اړه د همکارۍ هوډ لري ملاتړ کوي او له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي.

هغه زیاتوي: « د افغانستان اسلامي امارت هم له سیمې سره ښیې اړیکې غواړي او دا چې د سیمې هېوادونه له افغانستان سره د اړیکو او وضعیت ښه والي لپاره هلې ځلې کوي؛ موږ ترې مننه کوو او د غونډو په اړه باید دومره ووایم ،چې هره غونډه چې د افغانستان په تړاو جوړېږي او موږ د هغې اجنډا ولرو نو بیا پرېکړه کولی شو چې اغېزمنتیا يې څومره ده او د ګډون او نه ګډون موضوع څنګه مطرح کړو. تراوسه موږ ته داسې موضوع په لاس نه ده راغلې خو په عمومي توګه ویلی شم چې  د افغانستان په تړاو هره ترسره کېدونکې غونډه کې باید افغانستان مهم رول ولري او د افغانستان دریځ په کې پام کې ونیول شي، همدا راز زموږ شرایط او غوښتنو ته پاملرنه وشي نو دا ډول غونډې بیا ګټورې تمامېږي.»

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، سرپرست حکومت دې د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره داسې اړیکې ورغوي، چې د هېواد بنسټونه او اقتصاد ورسره پیاوړی شي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « د دې ټولو خبرو مهم ټکي دا دي چې اسلامي امارت له دوی سره تعامل نور هم پیاوړی کړي، لا زیات هوکړې ته ورسېږي او همداسې د چین او ترکمنستان هېوادونو په څېر نورو هېوادونو تعامل بیا کولی شي چې اقتصادي پرمختګ او سیاسي ثبات رامنځته او نړیوالو سره تعامل ته هم لار هواره شي.»

د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه ناسته به  د راتلونکې کال وري (حمل) میاشت د ترکمنستان په کوربتوب ترسره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist