Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روسیې بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان په تړاو د دوحې ناسته بې پایلې او ناکامه وه

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان په تړاو د دوحې ناسته بې پایلې او ناکامه وه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/22

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د دوحې ناستې په تړاو ویلي، دغه  ناسته چې د ملګرو ملتونو په نوښت او کوربتوب ترسره شوه؛ بې پایلې او ناکامه وه.

یاد وزارت زیاته کړې، د افغانستان په تړاو هر ډول اقدام او کنفرانس چې د اسلامي امارت او سیمې د دخیلو هېوادونو ملاتړ ورسره نه وي؛ پایله به ورنه کړي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د افغانانو له حضور او ګډون پرته ناستې جوړول د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی او په خبره یې  دغه ډول ناستې افغان ولس ته د منلو نه دي.

دوی وايي، که ملګري ملتونه او یا هم نوره نړۍ د افغانستان په تړاو اندېښنې لري او ناستې جوړوي؛ نو باید د افغانستان له حکومت سره چې د قضیې اصلي لوری دی خبرې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي: « هر هغه کنفرانس، طرحه یا میکانیزم چې له افغانستانه بهر وي او افغانان په کې ونډه ونه لري، دا به د اسلامي امارت له شتون پرته د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه وي. د نړیوالو قوانینو تر سیوري لاندې د یوه ملت له حضور پرته هر ډول کنفرانس هم منتفي او هم غېر قانوني.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « دغه ډول غونډې به هغه وخت پایله ولري، چې د اسلامي امارت لوړ پوړی او باصلاحیته استازی په کې ګډون ولري.»

ځینې نور بیا په دې باور دي، که د افغانستان حکومت د استازي له ګډون پرته ناستې جوړې شي؛ نو پایله نه ورکوي او تجربو ثابته کړې چې په هېڅ مساله کې یو طرفه اقداماتو ستونزه نه ده حل کړې.

د پوهنتون استاد فضل هادي وزین وايي: « په کار دا ده چې په داسې غونډو کې د افغانستان استازی شرکت ولري، ترڅو د افغانستان دریځ نړیوالو ته تشریح کړي او که د افغانستان د استازي په غیاب کې ترسره کېږي نو دا به هېڅ ګټه ونه لري، ځکه چې یو طرفه غونډې به وي.»

د افغانستان په تړاو راتلونکو جوړېدونکو ناستو په هکله غوښتنه دا ده، چې باید نړیوال افغان لوري ته په غونډو کې د ګډون قناعت ورکړي او کابل هم باید د یو لړ اصلاحاتو رامنځته کولو سره په ناستو کې ګډون وکړي چې له نړۍ سره د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې حل شي.

 کارپوهان وايي، دا چې نړۍ د افغانستان په تړاو ناستې او کنفرانسونه جوړوي د دې ښکاروندوي کوي چې لاهم  نړیواله ټولنه له افغانستان سره د مثبت تعامل لپاره ژمنه ده؛ خو باید په خپل دریځ کې نرمښت وښي او د افغانستان کورني مسایل افغانانو ته پرېږدي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « هېله من یو چې راتلونکو غونډو کې چې په هغې کې د افغانستان ملي ګټي مطرح وي او وکولی شي د سیاست، حکومت جوړونې او نړیوالې ټولنې ته د قناعت ورکولو په برخه کې په خپل واک کې د مثبتو بدلونونو په راوړلو سره، افغان حکومت د یوه اصلي لوري په توګه خبرې اترې وکړي او په نړیوالو کنفرانسونو کې د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري په رسمي ډول بلنه ورکړل شي، څو د افغانستان مسایل د خبرواترو او سیاسي لارو چارو له لارې هوار کړي.»

 د سیاسي چارو شونکی شهزاده مسعود وايي: « کومې غونډې چې د افغانستان په تړاو کېږي دا د دې ښه ښکارندويي کوي، چې اوس هم له افغانستان سره خپله علاقه لري او غواړي چې یوه مثبت تعامل ته ورسره ورسېږي،هېله مو دا ده چې نړیواله ټولنه، د سیمې ستر هېوادونه او ګاونډیان د افغانستان قضایاوو ته د یوه واحد دریځ له لارې رسېدنه وکړي، څو افغانستان له نړیوالې ټولنې سره په همکارۍ بدل شي او له نړۍ سره د پخوا په څېر یو سیال هېواد وپېژندل شي.»

همدا راز مسکو له واشنګټن او ناټو غوښتي چې له جګړې وروسته باید د افغانستان بیارغونې په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي او د افغانانو کنګل شوې پانګه دې هم ازده کړي.

د افغانستان حکومت موقف هم دا دی چې باید د افغانستان په تړاو په نړیوالو ناستو کې له افغان حکومت سره د قضیې د اصلي او یوازیني مسوول لوري په توګه خبرې وشي او د شته ستونزو د حل په لارو چارو بحثونه وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist