Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما: له اسلامي امارت سره تعامل به د افغان ښځو پر وړاندې ننګونې لا زیاتې کړي

یوناما: له اسلامي امارت سره تعامل به د افغان ښځو پر وړاندې ننګونې لا زیاتې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/18

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) د افغان ښځو په تړاو راپو ورکړی چې په کې د افغان مېرمنو وضعیت، اندېښنو او سپارښنو ته اشاره شوې.

دغه راپور د روان کال د جنورۍ له ۲۷مې د فبرورۍ تر اتمې د هغې سروې او ټولپوښتنې ښکارندويي کوي، چې په کې په انلاین او حضوري بڼه له ۷۴۵ښځو سره د هېواد په ټولو ولایتونو کې خبرې شوي.

په راپور کې راغلي چې افغان ښځې په تېرو نږدې درېیو کلونو کې د خپلو بېلابېلو ټولنیزو حقونو او محدودیتونو په تړاو سختې اندېښمنې دي او له همدې کبله ۶۷ سلنه هغو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له اوسني حکومت سره د دوی تعامل کولی شي د افغان مېرمنو وضعیت لاپسې خراب کړي.

د یوناما راپور یوه برخه: « ښځې هغه وخت په اندېښنو او وېره کې شوې کله چې ترې د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په تړاو وپوښتل شول. شاخوا ۶۷سلنو ویلي، چې دغه چاره د دوی پر وضعیت د پام وړ اغېز ښندي. په اوسنیو شرایطو کې د لنډمهالي حکومت رسمیت پېژندنه کولی شي د دوی بحراني وضعیت لاپسې خراب او د دوی پر وړاندې ګواښونه لا زیات کړي.»

د راپورونو پر اساس د نړیوالې ټولنې له لوري د سرپرست حکومت رسمیت پېژندنې مسالې ته سروې شویو مېرمنو بېلابېل غبرګونونه ښودلي.

۳۲سلنه  پر دوی د ټولو بندېزونو د لرې کېدو، ۲۵ سلنې د دې بندېزونو د یوې برخې د لرې کېدو په صورت کې د تعامل غوښتنه کړې؛ خو د دې برعکس ۲۸سلنه بیا په بشپړ ډول له سرپرست حکومت سره هرراز تعامل رد کړی دی.

 دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په ورته سروې کې ۹۶سلنه ښځو په یوه غږ د دوی په وضعیت کې د مثبت بدلون له راتلو په شرط له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل غوښتنه کړې وه.

د یوناما راپور یوه برخه : « په دې ټولپوښتنه کې ۳۲سلنه ښځو پر دوی د وضع شویو ټولو بندېزونو د لرې کېدو، ۲۵سلنه د محدودیتونو د یوې برخې د لرې کېدو، خو ۲۸سلنې بیا په هېڅ صورت کې له سرپرست حکومت سره د نړیوال تعامل غوښتونکې نه دي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو ورته نظرپوښتنې پر اوسني حکومت د فشار اله بولي او وايي، دغه ډول بنسټونه د ورته نظرپوښتنو له لارې خپلو سیاسي موخو ته د رسېدا په لټه کې دي.

مجاهد له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د رسمیت پېژندنې له قضیې سره پر ورته نظرپوښتنو د اتکا پر ځای دې، د نړیوالو اصولو پر اساس برخورد وکړي.

هغه زیاتوي: « د افغانستان اسلامي امارت غوښتنه دا ده چې د هېوادونو تعامل باید د نړیوالو اصولو پر بنسټ وي او د رسمیت پېژندنې موضوع هم د ملګرو ملتونو په سازمان کې ځانته اصول لري؛ نو د ځينو کسانو نظریات او شخصي غوښتنې د یوه هېواد په رسمیت پېژندلو پورې هېڅ تړاو نه لري او نه په کوم هېواد کې دغه ټولپوښتنې د رسمیت پېژندلو لپاره معمول دي او نه د کوم قانون پر بنسټ داسې کار کېږي.»

خو بل پلو د ښځو د حقونو برخې یو شمېر فعالانې بیا له اسلامي امارته غواړي چې د زدکړو د حق ترڅنګ افغان مېرمنو ته ټول هغه حقونه ورکړي چې په وینا یې په تېرو دوه نیمو کلونو کې ترې بې برخې دي.

د ښځو په اړه د یوناما په دې راپور کې ګډونوالو ښځو سروې کوونکو ته خپل لومړیتوبونه، له اوسني حکومت سره د نړیوال تعامل په برخه کې د دوی نظر او د ښځو د وضعیت د ښه والي په برخه کې د دوی سپارښتنې وړاندې کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist