Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عباس ستانکزی: پاکستان له افغانانو دوامداره سیاسي استفاده کړې

عباس ستانکزی: ډيورنډ فرضي کرښه به په هېڅ صورت د رسمي پولې په توګه و‌نه پېژندل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/18

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معين شېر محمد عباس ستانکزي د پخوانې شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو ۳۶مې کلیزې په مناسبت په لوګر کې يوې غونډې ته ويلي، د ډیورنډ فرضي کرښه د انګرېزانو له لوري پر افغانستان تپل شوې او هېچا ته د منلو وړ نه ده.

نوموړي د ډيورنډ کرښې پورې غاړه د پاکستان تر کنټرول لاندې قبايلي سيمو او خيبرپښتونخوا ته په اشارې سره زياته کړې، چې اوسهمال د افغانستان نيمه جعرافيه د فرضي کرښې هغې غاړې ته پرته ده او هېڅکله به د افغانستان حکومت ياده فرضي کرښه پر رسميت ونه پېژني.

خو د ستانکزي دې څرګندونو پاکستان قهرولی او بهرنيو چارو وزارت يې د نوموړي څرګندونو ته په غبرګون کې اعلاميه خپره کړې.

په اعلاميه کې د ستانکزي څرګندونې خیالي او خپلسرې ادعا بلل شوې او په کې راغلي چې نوموړی نه شي کولی د پولو په اړه نړيوال قوانين او تاریخ بدل کړي.

د اعلامیې یوه برخه: « د پولي په اړه به د افغانانو خیالي او خپلسرې دعوې هېڅ وخت د قانون، جغرافیې او تاریخ حقيقت بدل نه کړي.»

د سیاسي چارو کارپوهان د پاکستان بهرنيو چارو وزارت دا اعلاميه د ډېورنډ فرضي کرښې رسميت په اړه د کاذبې ادعا هڅه بولي او وايي، د کرښې دواړو خواوو مېشتو قومونو ارادې او د قضيې حقوقي بڼې ته په کتو نه شي کولی، چې پاکستان يادې کرښې ته د رسمي پولې حېثيت ورکړي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالي ځاځي وايي: « پاکستان دې دغه خوب او خیال له ځانه سره ګور ته یوسي، دا د افغانستان خاوره ده او باید افغانستان ته وسپارل شي.

ځینې نور هم د شېر محمد عباس ستانکزي له څرګندونو په هرکلي او ملاتړ سره وایي، چې افغان ولس او حکومت به هېڅکله پاکستان ته دا اجازه ورنه کړي، چې فرضي کرښه پر رسمي پوله بدله کړي.

دغه راز دوی وايي، دا د پاکستان لپاره تریخ حقیقت دی چې اوس هم د افغانستان خاوره او جغرافیه د فرضي کرښې هغې غاړې ته پرته ده او په خبره يې ازادول یې حتمي دي.

د سیاسي چارو کارپوه معین ګل څمکنی وايي: « دا یو پخوانی حقیقت دی او د انګلیسانو له وخته راپاتې یو مېراث دی، د دې لپاره باید ولسونه او حکومتونه تصمیم ونیسي، ځکه ترڅو به دا مسله همداسې پاتې وي؛ نو ښه به دا وي چې دا موضوع نوره خلاصه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره د پاکستان له لوري پر ډيورنډ فرضي کرښې لګېدلي سیمونه د يادې کرښې په ځينو نقطو کې له منځه يووړل شول.

د کرښې دواړو خواوو اوسېدونکو د تل په څېر ادعا کوي، چې ياده کرښه رسمي نه ده او هېڅ حکومت دا حق نه لري، چې د واحد قوم ترمنځ د بېلتون کرښې رامنځته کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist