د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند له اسلامي امارت غوښتنه کړې چې کابل کې یو شمېر ښځې چې په خپلسري ډول توقیف او یا نیول شوي بېرته خوشې کړي.
سټېفین دوجارک پرون یوه خبري کنفرانس ته ویلي، چې ملګري ملتونه د سرپرست حکومت هغو محدويتونو او اقداماتو اندېښمن کړي چې پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي دي.
دوجارک ویلي، د محدويتونو دوام د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي لامل شوی او په خبره یې دا تګلاره باید بدلون ومومي.
هغه زیاته کړې: « ملګري ملتونه په افغانستان کې د بد حجابۍ په تور د ښځو خپلسري نیونې اندېښمن کړي او د دا ډول تورونو د سپيناوي په لټه کې دي، داسې ښکاري چې د افغانستان مذهبي او قومي لږکي په متناسب ډول له ځپونکو اقداماتو سره مخ دي ))
ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت څخه غوښتنه کړې، چې توقیف شوې ښځې دې بېرته خوشې کړي.
د حقوقي چارو شنونکی قاري اسماعیل ځدراڼ د نړیوالو سازمانونو ادعاوې له حقیقت لرې ګڼي او وايي که ښځې نیول شوې وي ولې یې کورنۍ غږ نه پورته کوي.
ځدراڼ زیاتوي: « داسې ادعاوې کېږي چې هغه ښځې چې په افغانستان کې نیول شوې باید خوشې شي، زه وایم که چېرته د یوې کورنۍ غړی یا یوه ښځه ونیول شي نو د دغه کورني نارینه خو هرومرو دومره شکایت کوي یو څه خو وايي، که بله لاره نه وي ټولنیزې شبکې خو فعالې دي، له دې لارې هم پوسټونه کولی شي چې زما د کورنۍ غړې بندي شوې ده؛ نو داسې کوم ښکاره شواهد نشته چې له ښځو سره دې ظلم او جبر شوی وي. بله خوا چې زه فکر کوم په دې نږدې ورځو کې دا مسایل حل کېدونکي دي او دا ټول مسایل به حل شي.»
د پوهنتون استاد فیض ځلاند وايي: « ښه به دا وي چې اسلامي امارت، نړیوال او ملګري ملتونه په یوه درې ګوني چوکاټ کې سره کېني تر څو وکولی شي په همدې درې ګوني چوکاټ کې د ورته بې باورۍ لپاره یوه د حل لاره پيدا کړي. په یوه اوږد مهاله چوکاټ کار وکړي، د باور فضا رامنځته کړي او د رسمیت پېژندنې په لاره پل کېدي.»
اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد شمشاد سره خبرو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ادعاوې رد کړې او وايي د حکومتي منسوبینو لخوا هېڅ کومه ښځه نه ده نیول شوې او په دې تړاو ادعاوې بې اساسه دي.
مجاهد وايي: « په دې اړه موږ نور ځواب نه وایو، ځکه بیا بیا دا موضوع رد شوې ده او واقعیت نلري، دلته نیول نشته نه څوک بندیان دی، دا خبرې چې هر چا کړي ټولې بې ځایه دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر سرپرست وزیر تېره اونۍ په خوست کې يوې غونډې ته په وينا کې وویل، چې په کابل کې د بدحجابي په تور کومه ښځه نه ده نیول شوې، بلکې نیولې ښځې هغه سوالګرې وې چې له بایومټریک وروسته بېرته خوشې شوې دي.