د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، په افغانستان کې زیات شمېر نجونې او ښځې د بد حجابۍ په نوم نیول شوي او ځورول شوې دي.
امیري پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دا ډول وضعیت د افغانستان د نیمايي نفوس د حذف کولو په مانا دی.
هغې زیاته کړې:« سلګونه نجونې او ښځې نیول شوې، ځورول شوې او جریمه شوې دي، افغانې مېرمنې له سختو وضع شویو محدودیتونو سره مخ دي، چې پر افغان مېرمنو یې ناوړه اغېز کړی او دغه محدودیتونه چې د افغاني ټولنې پر نیمه برخه رامنځته شوي، باید ودرول شي.»
همداراز د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې بیا په هېواد کې د ښځو پر وړاندې ځېنې محدودیتونه تائیدوي او وایي، اسلامي امارت باید په خپل چلن کې نرمښت وښیي او ښځو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړي.
د ښځو حقونو فعاله حمیرا فرهنګ وايي: « د افغانستان ښځې اوس په بشپړه توګه له سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري برخو لرې شوې دي، که دا وضعیت نور هم دوام وکړي نو په کورنیو کې به د تاوتریخوالي کچه لاپسې زیاته شي، جبري او په کمر عمر کې د ودونو او فقر کچه به نوره هم لوړه شي.»
خو په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د رینا امیري څرګندونو ته په غبرګون کې وایي، په هېواد کې د ټولو ښځو عزت او عفت خوندي دی، نړیوال دې بې بنسټه ادعاوې نه کوي او په دې ډول هېڅ نه شي ثابتولای.
مجاهد زیاتوي: « موخې سیاسي دي، خو هسې نورې پلمې ورته پيدا کوي او دې لپاره اوس د ښځو موضوع یوه ښه پلمه ګرځېدلې ده چې دوی ترې ګټه اخلي. موږ په دې باوري یو چې که دا پلمه له منځه لاړه شي نو بله پیدا کوي، ځکه څوک چې پلمې جوړوي، دوی ته تل نوې پلمې پیدا کېږي؛ نو اصلا موخې سیاسي دي چې دوی له دې لارې ورته رسېدل غواړي.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د امربالعروف او نهې عن المنکر وزارت په کابل ښار کې د یو شمېر هغو نجونو په نیولو تورن شو، چې ګواګې حجاب نه مراعت کوي.
د یاد وزارت دې پرېکړې ته په ټولنیزو رسنیو کې ډېری هېوادوالو توند غبرګونونه وښودل؛ خو اسلامي امارت بیا وایي، دغه نجونې او ښځې له څو ساعتونو وروسته بېرته خوشې شوې دي.