Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

کارپوهان: پاکستان په خپل لاس د روزلې ترهګرۍ پړه پر افغانستان اچول غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/07

د پاکستان ايکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې د دې هېواد حکومتي سرچينو په حواله راپور ورکړی، چې په کابل کې د ترسره شوې سيمه‌ييزې همکارۍ ابتکارغونډې ځينو ګډونوالو هېوادونو له افغانستانه د ترهګرۍ پراختيا په اړه کابل ته په ليکلې توګه اعتراض کړی دی.

د راپور له مخې په دې هېوادونو کې پاکستان، چين، روسيه او ايران شامل دي او د تېرې جنورۍ پر ۲۹مه يې د افغانستان سرپرست حکومت ته اعتراض ليک سپارلی دی.

راپور کې وړاندې ویل شوي، د ترهګرۍ پراختيا په اړه کابل ته په ليکلې بڼه شکايت کول د پاکستان نوښت دی، چې په ليک کې له ذکر شويو هېوادونو سره هم شريک شوی دی.

خو د افغانستان سرپرست حکومت بيا دا نه مني، چې ګواکې د يادو هېوادونو له لوري دې ورسره کوم څه شریک شوې وي.

خو  د سیاسي چارو کارپوهان دا کار د پاکستان شرارت بولي او زياتوي، چې ياد هېواد د خپلې روزل شوې ترهګرۍ په قضيه کې ځان ته د برائت په ورکولو سره افغانستان ګرم ثابتول غواړي.

د سیاسی چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « اوس ټوله نړۍ په دې پوهېږي چې افغانستان کې ترهګر نشته او څوک چې دا ادعاوې کوي هغوی د دې هېواد دوښمنان دي، د دې ولس لپاره خاینین دي؛ نو طالبان باید دې هېواودونو ته نوره د ادعاوو زمینه برابره نه کړي.»

د سیاسی چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي: « زموږ د نیمې پېړۍ تاریخ او د افغانستان د نن ورځې واقعیت دا دی چې افغانان تل د ترهګرۍ قرباني وو. هغه هېوادونه چې ترهګري د ابزار په توګه په بهرني سیاست کې کاروي او له خورا ډېرو ډالري او استخباراتي جګړو له لارې یې د سیمې او زموږ د هېواد ثبات ګواښلی دی؛ له دوی مو غوښتنه دا ده چې په خپلو ترهګرپالو سیاستونو دې بیا کتنه وکړي.»

يو شمېر هغه کارپوهان چې د سيمې وضعيت له نږدې څاري بیا وايي، په افغانستان کې هېڅ ترهګرۍ ډله شتون نه لري، خو ټينګار کوي، چې سرپرست حکومت دې پر افراطيت د پاکستان بنا سياستونو ته په پام، له ټولو سياسي قضاياوو سره مسوولانه او معقول چلن وکړي.

د سیاسي چارو  کارپوه حکمت الله حکمت وايي: « افغانستان کې اوس لپاره د بهرنیو ترهګرو تشکیلات، کمپونه او یا هم نظامي موخې وجود نه لري؛ خو د (آی.ایس آی) په مټو د (سي.آی.اې) په غوښتنه ځېني بهرني جنګیالي په دا وروستیو کې د پاکستان له خاورې د افرادو په توګه د افغانستان بېلا بېلو سیمو ته را انتقال شوې دي.»

له دې وړاندې د تېرې جنورۍ په وروستيو کې په کابل کې د سيمه‌ييزې همکارۍ ابتکار ناستې پرمهال د بهرنيو چارو سرپرست وزير ډاډ ورکړ، چې افغانستان په هېڅ صورت د سيمې د بې‌ثباتۍ پلوی نه، بلکې په ټول قوت هڅه کوي، چې د سيمه‌ييز ټيکاو په تحقق کې خپل مثبت رول ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist