Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د دوحې ناسته له نړیوالې ټولنې سره د تعامل لپاره ښه فرصت دی

شنونکي: د دوحې ناسته له نړیوالې ټولنې سره د تعامل لپاره ښه فرصت دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/07

ټاکل شوې ده، چې د روانې فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په نوښت د افغانستان په تړاو ناسته ترسره شي.

په دې ناسته کې د افغانستان پر شته امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو مسایلو سربېره  د ملګرو ملتونوسرمنشي انټونیوګوتېریش په مشرۍ د افغانستان لپاره د نوي استازي په ټاکلوهم بحث ترسره  کېږي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، د دوحې ناسته له نړیوالې ټولنې سره  د افغانستان سیاسی تعامل په برخه کې مهمه  ده، خو د کابل دریځ دا دی چې ترڅو د يادې ناستې اجنډا او جزئیات له سرپرست حکومت سره شريک نه شي، په ناسته کې به ګډون ونه کړي.

شنونکي دا ناسته د افغانستان لپاره ښه فرصت بولي، ترڅو له نړیوالې ټولنې سره د ښه تعامل لار خپله کړي.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي: « که سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو استازی ونه مني؛ نو ګرم بلل کېږي، ځکه چې له یوې خوا وايي نړۍ دې له موږ سره تعامل وکړي او له بلې خوا د ملګرو ملتونو استازی نه مني. سرپرست حکومت  که غواړي چې په رسمیت وپېژندل شي، په ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کړي او له ملګرو ملتونو سره د مخالف په صورت کې دا څوکۍ نه شي ترلاسه کولی.»

د سیاسي چارو شنونکي له اسلامي امارته غواړي چې د نړیوالې ټولنې او د سیمې هېوادونو اندېښنو ځوابولو په خاطر باید له یوې پیاوړې او اغېزمنې اجنډا سره په یاده ناسته کې ګډون وکړي څو نړیواله ټولنه قانع کړې چې له افغانستان سره رسمي تعاملات پیل کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « دا چې په نږدې وخت کې د یوناما استازې راغله او بیا ورپسې اوغلو راغی چې نوموړی د ملګرو ملتونو له لوري ټاکل شوی د همغږۍ اړیکو مسول دی؛ نو له دې مالومېږي چې دا ناسته ډېره مهمه ده. که څه هم اسلامي امارت د نوي استازي ټاکلو لپاره اندېښنه ښودلې خو بیا هم دوی ته په کار ده چې په ناسته کې ګډون وکړي؛ داسې ګډون چې هغه غوښتنې چې ملګري ملتونه یې او یا هغه غوښتنې چې نړیوال یې لري دې غوښتنو ته په عملي توګه د حل داسې لارې چارې ولټوي چې د نړیوالو باور پرې ترلاسه کړي.»

ځينې نور بیا د ملګرو ملتونو د یوناما په شتون کې د بل استازي ټاکل د افغانستان په ګته بولي او وایي، یاد استازی کولی شي افغانستان د ثبات خوا ته یوسي او له روانو ستونزو او کشالو یې وباسي.
 ددوی په خبره، دغه استازی به د اسلامي امارت مخالفینو سره بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « ځانګړی استازی کولی شي د افغانستان اوسنۍ معضلې ته سیاسي حل وړاندې کړي، په لویه کې د ملي سیاسي اجماع په راوستو کې له افغانانو سره مرسته وکړي او د اسلامي امارت له مشرانو سره نېغ په نېغه د یوه سیاسي ادرس پیدا کولو ته زمینه برابر کړي. زما په نظر د سیاسي استازي ټاکل کولی شي د افغانستان سیاسي کشاله را لنډه کړي، د نړیوالو مسایلو په اجنډا کې یې ځای پر ځای کړي او په ټوله کې د نړۍ توجه د افغانستان مسالې حل ته متمرکزه کړي.»

د سیاسي چارو کارپوه اسلم دانشمل وايي: « د قضیې دواړه برخې پر یو بل باندې فشار واردوي ترڅو د سیاست په ډګر کې خپله ګټه ډېره کړي؛ نو که د دې لپاره اسلامي امارت ټينګار کوي او یا نړیواله ټولنه ټينګار کوي، دا یوازې او یوازې د دوی تر ګټو پورې محدوده ده؛ خو د ملت په خیر او ګټه دا ده چې هر تصمیم نیول کېږي په هغې کې د هر افغان وګړي خیر وي او ملت ته په کې زیان ونه رسېږي.»

د ملګرو ملتونو پر مشرۍ دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي، چې تېر کال هم د یاد سازمان د سرمنشي له لوري ورته ناسته رابلل شوې وه، چې په کې پر ټولګډونه حکومت، بشري حقونو، ترهګرۍ او نشه يي توکو سره پر مبارزې تینګار وشو.

خو اسلامي امارت ټینګار کوي، چې په نړیواله او سیمه‌يیزه کچه هره  هغه ناسته بې ګټې ده چې د اسلامي امارت استازی په کې نه وي او خپل دریځ څرګند نه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist