Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: که اجنډا شریکه نه شي نو د دوحې راتلونکې ناستې ته پلاوی نه استوو

متقي: که اجنډا شریکه نه شي نو د دوحې راتلونکې ناستې ته پلاوی نه استوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/05

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر اميرخان متقي په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ (یوناما) له مشرې روزا اوتونبایوا سره کتلي.

 د بهرنیو چارو وزارت وایي، په لیدنه کې پر ډيپلوماټیکو پرمختګونو، د افغانستان په اړه د دوحې پر راتلونکې غونډې او د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي سینیرلي اوغلو د راپور په اړه خبرې شوي.

روزا اوتونبایوا له سرپرست حکومت غوښتي، چې د افغانستان په اړه د دوحې په راتلونکې ناسته کې ګډون وکړي، خو متقي بيا د يادې ناستې د اجنډا په اړه وضاحت غوښتی او زياته کړې يې ده، چې له دې پرته ښايي حکومتي پلاوی یاده ناسته کې ګډون ونه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد تکل وايي: « متقي د دوحې راتلونکې غونډې د اجنډا او ترتیب په اړه له یوناما زیات وضاحتونه غوښتي او د وضاحتونو په رڼا کې به د امارتي پلاوي د ګډون پرېکړه وکړي. اغلې اوتونبایوا په خپل وار د  دوحې ناستې په اړه ځینې مالومات وړاندې کړل او امارتي پلاوي د ګډون غوښتنه یې وکړه.»

متقي یو ځل بیا د یوناما په شتون کې افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل غېر ضروري بللي او زیاته کړې یې ده چې ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د وروستي پرېکړه ‌ليک د تصويب کولو په اړه له افغانستان سره مشوره نه ده کړې.

متقي ياد پرېکړه ‌لیک د افغانستان د ستونزو حل لپاره ګټور نه بولي او په خبره یې د افغانستان حکومت له نړيوالې ټولنې سره د رغنده تعامل غوښتونکی دی او غواړي چې ټولې ستونزې د خبرو اترو له لارو حل شي.

تکل زیاتوي: « په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان اسلامي امارت د وروستیو ډیپلوماټیکو پرمختګونو، د دوحې راتلونکې ناستې، د سینرلي اغلو راپور او ورته نورو موضوعاتو په اړه د نظر تبادله وکړه. په سر کې د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک په اړه د امارت دریځ یو ځل بیا تکرار کړ او د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ یې په رغنده تعامل ټینګار وکړ.»

په ورته وخت کې د رياست الوزرا سياسي مرستيال پر مشرۍ د سياسي کمېسيون په ناسته کې د کابینې غړیو په دوحې کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له لوري د جوړېدونکې غونډې په اړه هم هر اړخيزې خبرې اترې کړي.

له دې سره د سیاسي چارو کارپوهان د دوحې راتلونکې ناسته د افغانستان او سیمې لپاره مهمه بولي او ټینګار کوي، چې سرپرست حکومت باید په دې ناسته کې له یوې پیاوړې او اغېزناکې اجنډا سره ګډون وکړي او نړۍ دې ته قانع کړي، چې له حکومت سره رسمي تعامالات پيل کړي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سليم پيګير وايي: « متقي باید د دوحې راتلونکې ناستې ته یوه مشخصه اجنډا ولري، چې له مخې یې د ملګرو ملتونو سازمان او د افغانستان اسلامي امارت استازی بحث وکړي.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « که په دې ناسته کې د افغانستان ګټې د بحث وړ موضوع وي؛ نو هرومرو یوه د حل لار پيدا کېږي او افغانستان له سیاسي انزوا راوځي.» 

د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بل ځانګړي استازي ټاکل د دوحې ناستې د اجنډا عمده بحث دی.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له ياد ټاکل کېدونکي استازي سره به هېڅ راز همکاري ونه کړي.

مجاهد زیاته کړې: « ټوله جغرافیه د یوه واحد قیادت تر لاس لاندې ده، په دې صورت کې د استازي ټاکل بې مانا ده او اسلامي امارت دا نه غواړي؛ نو طبعاً یو کار چې موږ نه غواړو همکاري هم نه ورسره کوو او دا به ناکام وي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۷۲۱ ګڼه پرېکړه لیک پر بنسټ به د نړيوالې همغږۍ په موخه د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکل کېږي.

درې ورځې وړاندې د ياد سازمان امنیت شورا د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په موخه به نږدې راتلونکې کې ناسته ترسره کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist