Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
برېټانیا خپلو وګړو ته؛ افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړئ

برېټانیا خپلو وګړو ته؛ افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/04

د برېټانیا بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې د امنيتي ملحوظاتو پر اساس دې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.

خبرپاڼه کې د افغانستان امنيتي وضعيت ناوړه بلل شوی او په کې ویل شوي چې دغلته د مذهبي اماکنو او هوايي ډګرونو ترڅنګ د ترهګريزو بريدونو لوړ احتمال شته دی.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، د اټکل له مخې، د مذهبي مراسمو او په ځانګړې توګه د روژې مياشتې پر مهال په افغانستان کې د ورته بريدونو د ترسره کېدو احتمال دی.

د خبرپاڼې یوه برخه:« ډېر احتمال شته چې ترهګر په افغانستان کې ځینې ترهګریز بریدونه ترسره کړي او د ورته ګواښونو احتمال ډېر دی، چې ترهګر د روژې میاشتې په ګډون د ځینو مناسبتي مذهبي مراسمو دننه او شاوخوا سربېره په هوايي ډګرونو کې بریدونه ترسره کړي. په افغانستان کې امنیتي وضعیت ګواښوونکی دی.»

بل خوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د برېټانیا بهرنیو چار وزارت دا ارزونه ردوي او ناسمه يې بولي.

مجاهد دا خبرپاڼه د عامو افغانانو تر منځ  د تشویش زياتولو هڅه ګڼي او ډاډ ورکوي چې د روژې میاشتې په ګډون به په هر حالت کې د خلکو امنيت خوندي کوي.

مجاهد زیاته کړې: « موږ دا ادعاوې ردوو. په افغانستان کې ټول بهرني اتباع په امن سره اوسېدلی شي او تګ راتګ کولی شي. افغانستان امن دی، د بهرنیو اتباعو لپاره ځانګړي ځواکونه لري او هېڅ چاته ګواښ نه دی پېښ شوی. دلته سفارتونه، کونسلګرۍ او بهرنۍ موسسې دي، بهرني سېلانیان راځي، هېڅ چاته تراوسه ستونزه نه ده پېښه شوې؛ نو برېټانیا چې کومه اندېښنه څرګنده کړې، مالومات یې دقیق نه دي او هسې د اندېښنې خپرونې هڅه ده او یا یې د غلطو مالوماتو پر بنسټ راپور خپور کړی دی.»

د پوځي چارو کارپوهانو د برېټانیا دا خبرپاڼه له تبلیغ ډکه بللې او وایي، برېټانيا د افغانستان وضعيت په تړاو د ورته څرګندونو او ارزونو له لارې هڅه کوي، د ځان پر ګټه عامه اذهان مديريت کړي.

د پوځي چارو کارپوه اخترمحمد راسخ وايي: « برېټانیا د نړیوال بېز په تبلیغاتي شبکه کې لومړي قدم کې قرار لري، کله چې غواړي د یوه هېواد، سیاست او یا یوه ګوند په خلاف ودرېږي؛ نو تر هر څه وړاندې دوی تبلیغات کوي، ترڅو له همدې ادرسه ځانته ملاتړ پيدا کړي او په دویم پړاو کې بیا عملي اقدام کوي.»

د پوځي چارو کارپوه کامران امان وايي: « د افغانستان په هکله چې کوم تبلیغات غربیان کوي، د دې لپاره چې نړیوالو ته افغانستان ناامنه معرفي کړي. برېټانیا ته غوره دا ده چې خپله ډیپلوماتیکه څانګه په افغانستان کې پرانیزي او ټول مسایل دې دلته په خپلو سترګو وویني. امریکایان، انګلیسان او زموږ ګاونډیان ټول غلط تبلیغات کوي، نه پوهېږم د دوی موخه څه ده، ځکه په دا دوه، دوه نیمو کلونو کې نه ګاونډيانو ته کوم زیان رسېدلی او نه لرې پرتو هېوادونو ته.»

ځینې نور بیا د برېټانیا دا ډول ادعاوې سياسي بولي او زياتوي، چې برېټانيا په دې توګه غواړي د افغانستان پر سرپرست حکومت فشار راوړي.

دوی د ورته فشارونو د بې‌اغېزې کولو لپاره د اسلامي امارت له لوري د برېټانيا په شمول له ټولو هېوادونو سره د مثبت او رغنده تعامل غوښتنه کوي.

د پوځي چارو کارپوه زلمی افغانیار وايي: « د برېټانیا دا ډول څرګندونې سیاسي موخې دي او اصلي موخه یې پر اوسني سرپرست حکومت فشار راوړل دي. دا هم د رسنیو له لارې یوازې د راپورونو تر کچې؛ نوهېله ‌من یو چې د سیمې او لرې پراته هېوادونه دې پایلې ته رسېدلې وي، چې باثباته او امن افغانستان کولی شي د نړۍ هېوادونو ته لا ښه خدمت وکړي او له دې فشارونو لاس واخلي او یوازې تعامل او خبرې اترې د حل لار وګڼي.»

اسلامي امارت تل ډاډ ورکړی  چې دامهال د بل هر وخت پرتله په افغانستان کې امنيتي وضعيت د ډاډ وړ دی او د افغانانو په ګډون ټول بهرني وګړي په افغانستان کې له امنيتي پلوه خوندي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

ایران: د امریکا او اسراییلو بریدونو کې د یوې افغانې کورنۍ شپږ غړي شهیدان شوي

ایران: د امریکا او اسراییلو بریدونو کې د یوې افغانې کورنۍ شپږ غړي شهیدان شوي

مارچ 30, 2026
افغان-ازبېک سوداګرو د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل

افغان-ازبېک سوداګرو د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 30, 2026
له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist