Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: داعش د ګډ دوښمن په توګه د سیمې ناامنه کولو هڅه کوي

عبدالکبیر: هڅه کوو افغانستان له نړۍ سره سیال کړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/01

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال  مولوي عبدالکبیر په خوست ولایت کې  د چهارشنبې پر ورځ ( ۱۴۰۲ کال د سلواغې پر ۱۱ مه) له یو شمېر قومي مشرانو او دیني علماوو سره په ناسته کې ویلي، نړۍ دې د سرپرست حکومت جوړښت ته درناوی وکړي.

عبدالکبیر ویلي، د افغانستان هېڅ قوم پر بل برتري نه لري او په خبره یې  اوسنی دولت له ټولو قومونو څخه جوړ شوی دی.

عبدالکبیرهمدا راز له نړیوالو هم  وغوښتل چې د افغانستان اوسنی نظام پرمختیایي کارونو ته پریږدي.

هغه زیاته کړې:« د جهاد په وخت کې د پردیو غلامان، مزدوران او هغه غله خلک، هغه دې په دې حکومت کې برخه ولري، دې ته نړۍ ټولګډونه  حکومت وايي، دا نه اسلامي امارت زغملی شي او نه یې هم د افغانستان دا غیرتي مسلمان ولس زغملی شي. »

مولوي عبدالکبیر وايي، که څه هم سرپرست حکومت تر اوسه کوم هېواد پر رسميت نه دی پېژندلی خو د سياسي اړيکو پر بنسټ ورسره د رسميت پېژندنې تعامل لري.

عبدالکبیر که څه هم اوسنی نظام له نړۍ سره تعامل ته ژمن بولي خو ټينګار کويچې د رسميت پېژندنې برخه کې پر اسلامي نظام او د افغانانو پر حقونو هېڅ ډول معامله نه کوي.

هغه زیاتوي:« تاسې په دې باوري واوسئ چې موږ له خپلو ګاونډیانو او نړۍ سره یوه سالمه پالیسي لرو، د هغې پالیسۍ په رڼا کې به نړۍ له موږ سره حسن تعامل ته امده ده. البته یوازې په خپل اسلامي نظام باندې، په خپلو اسلامي اصولو او مقرراتو باندې په هېڅ صورت کې له چا سره سودا نه شو کولی.»  

اخوا د امر باالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي وايي، نړۍ سره ښيې اړیکې او تعامل غواړي خو ټینګار کوي چې دیني او ملي ارزښتونه ورته لومړیتوب لري.

خالد د دې ترڅنګ چې په کابل کې د سوالګرو د راټولو په لړۍ کې د هزاره او تاجک قومونو په نوم د ښځو د نيولو په اړه تبليغات بې ځایه بولي زیاتوي چې خلک حق لري چې له واکمن اسلامي نظام د شرعي اصولو سره سمې غوښتنې وکړي.

د یادې ناستې پرمهال چارواکو له قومي مشرانو او ديني عالماوو وغوښتل چې په بدو کې د نجونو د ورکړې مخنيوی او د ميراث حق په ورکړه کې عامه پوهاوی ورکړي.

قومي مشرانو د دولتونو په ساتنه کې د قومونو رول اړين یاد کړ او ترڅنګ یې له حکومت وغوښتل چې قومي جوړښتونه پياوړي د متوازنې پراختيا په برخه کې یې په عمل کې ثابته کړي.

دوی وايي اسلامي امارت د رسميت پېژندلو شرايط پوره کړي او له نړيوالو د رسمیت پېژندنې غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist