Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دلاور: افغانستان به راتلونکو درېیو کلونو کې د نفتو او ګازو برخه کې پر ځان بسیا شي

دلاور: افغانستان به راتلونکو درېیو کلونو کې د نفتو او ګازو برخه کې پر ځان بسیا شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/31

د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د نفرایټو د ۶ کانونو قراردادونه یو شمېر شرکتونو ته ورکړل شول.

د نفرایټو د دې کانونو له ډلې یې یو د ننګرهار په کامې او ۵ نور یې د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍ کې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وویل:«  له اقتصادي کمېسیون څخه موږ ته بېرته امر راغی چې دا په فیصدي ورکړئ، هغوی هم اړ دي او دا یې ډېر ښه کار وکړ؛ نو موږ هم له اقتصادي کمېسیون سره دې پایلې ته ورسېدو چې دا په فیصدۍ ورکړو، اسلامي امارت دې وڅاري که ښه مال وي او که بد پلورل کېږي او په هر څو چې وپلورل شي د هر چا خپله برخه به مالومه وي او ضایعات به له منځه لاړ شي.»

د شرکتونو مسوولینو چې دغه قراردادونه یې د فیصدۍ پر اساس اخېستي، د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې د نفرایټو ۴۰ هکټاره کان چې ۹۱،۵ سلنه یې دولت ته او ۸،۵ سلنه یې قراردادي شرکت ته ورکول کېږي، په قرارداد ورکړل شو.

له دې سره د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د نفرایټو ۵ نور کانونه بېلابېلو شرکتونو ته په بېلابېلو فیصدیو سره پر قرارداد ورکړل شول.

د یوه قراردادي شرکت مسوول نورالله وايي: « دا کان خو نږدې ۴۰ هکټاره دی او موږ په فیصدۍ ونیوه، ۹۱،۵ سلنه اسلامي امارت دی او ۸،۵ سلنه زما د شرکت دی. دا خو کان دی نو اټکلي خبره به وکړو که د الله رضا وه موږ د ورځې تر ۱۰ ټنو مال استخراج کولی شو؛ نو د میاشتې چې ورته حساب وکړې ۳سوه ټنه به راځي او نږدې ۸۰ کسان به په مستقیم او غېرمستقیم ډول دلته کار وکړي»

له دې سره د کانونو او پټرولیم وزارت د امو نفتي حوزې د نفتو د اتلسو څاګانو ۶۰ زره ټنه استخراج شوي تېل د تصفیې لپاره په نړيوال مارکېټ کې د تېلو نرخ ته په کتو په يوه بېرل کې يوه خصوصي شرکت ته په منفي ۲۴،۸۰ سینټ ډالر په قرار داد ورکړ.

د دلاور په خبره چې تر راتلونکو درېیو کالو به افغانستان د نفتو او ګازو په برخه کې پر ځان بسیا شي.

دلاور وايي: « ذبیح الله نظري صېب د امونفتي حوزې۶۰ زره ټنه استخراج شوي تېل واخېستل او یوه بوشکه یې له نړیوالې بیې څخه منفي ۲۴،۸۰ سلنه په ټيټه بیه ورکړل او یو ورور له وزارته ۶۰ زره ټنه واخېستل.»

د قراردادي شرکت مسوول ذبیح الله نظري وايي: « له هغو سوادګرو چې له هېواده بهر دي غواړو چې راشي خپل هېواد ته خدمت وکړي، دلته پانګونه وکړي، څو زموږ د هېواد اقتصاد پياوړی او لا زیات ښه شي.»

د یادولو ده چې د نفرایټو د دې کانونو د چارو په پیل سره به شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist