Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: داعش د ګډ دوښمن په توګه د سیمې ناامنه کولو هڅه کوي

عبدالکبیر: نړۍ دې له افغانستانه د ګواښ احساس نه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/30

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خوست شیخ زاید پوهنتون له استادانو سره د ناستې پرمهال ویلي، سرپرست حکومت له ګڼو هېوادونو سره پر سیاسي تعامل سربېره د بیارغونې په برخه کې د همکاريو جلب په اړه هم د پام وړ پرمختګونه کړي.

عبدالکبیر ویلي،  هېڅ هېواد دې له افغانستانه د خطر احساس نه کوي او په خبره یې د ورته خطر د رفعه کولو په موخه په افغانستان کې د اوسني حکومت استحکام غوره بديل دی.

هغه زیاته کړې:«  یوازې اسلامي امارت کولی شي نړۍ ته د امن او باور تظمین ورکړي چې د افغانستان خاوره به ستاسو پر ضرر نه استفاده کېږي. تاسو له افغانستانه تشوېش مه لرئ. افغانستان او امن او سولې کور دی. د تاریخ په اوږدو کې افغانانو چاته زیان نه دی رسولی.»

اخوا د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي وایي، سره له دې چې سرپرست حکومت د پوهنتون او مدرسې ترمنځ توپیر له منځه وړی، خو په خبره يې ځینې معرضې کړۍ هڅه کوي څو عامه اذهان برعکس مديريت کړي.

د حنفي په خبره، حکومت ژمن دی، چې د عصري علومو زده‌کړې او د اکاډميکو مرکزونو پیاوړتیا ته کار وکړي.

په ورته وخت کې د اسلامي امارت غړی انس حقاني بیا مني چې د هېواد په ډېریو سیمو کې لاهم ښځو ته پوره شرعي حقوق نه دي ورکړل شوي.

حقاني د پوهنتون له استادان غواړي چې په لرو پرتو سیمو کې د ښځو حقونو د خونديتوب لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.

هغه زیاتوي:« په کلیو او بانډو کې پر اناثه طبقه باندې د سړیو له لوري ډېر ظلم روان دی. یو هغه د غربیانو د حقوقو خبرې دي چې د ښځو حقوق یادوي، هغه جدا خبرې دي، زموږ او ستاسو په ټولنه کې هغه شان نه شي کېدی. یو زما او ستا د شریعي او کلتور له مخې، دا حقوق دي دا باید زموږ استادان، زموږ لوستې طبقه او مسوولین په دې کې مسوولیت لري.»  

د سرپرست حکومت دا چارواکي داسې مهال د عصري علومو او ښځو حقوقو په برخه کې دا څرګندونې کوي، چې لا هم په هېواد له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده‌کړو حق نه دی ورکړل شوی او د سرپرست حکومت له واک ته رسیدو وروسته، له نږدې درېیو کلونو راهیسې د دوی پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې تړلې پاتې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist