Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فصح الدین فطرت د پاکستان پوځ لوی درستیز څرګندونې له سپکاوي ډکې بللي

فصح الدین فطرت د پاکستان پوځ لوی درستیز څرګندونې له سپکاوي ډکې بللي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/29

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز  فصح الدین فطرت د پاکستان د پوځ لوی درستیز د څرګندونې په اړه له دوه ورځنې ځنډ وروسته تند غبرګون ښودلی دی.

فطرت د عاصم منیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون په تړاو د نوموړي ادعا بې بنسټه او افغانانو ته په خطاب کې يې د منير خبرې د نوموړي بې کفایتي بللې.

ملي دفاع وزارت په دې اړه يوه خبرپاڼه کې د فطرت له قوله ويلي، منير يادې څرګندونې افغانانو ته سپکاوی دی او بايد له ورته څرګندونو ډډه وشي.

د خبرپاڼې یوه برخه: « د افغانستان د وسله‌وال پوځ لوى درستيز په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په تړاو بې بنسټه تورونو د رد تر څنګ، دغسې ادعاوې د پاکستاني چارواکو د بې کفایتۍ ښکارندویي ګڼي او هم د افغانستان خلکو پر وړاندې د پاکستان د لوى درستيز جنرال عاصم منير وروستۍ څرګندونې له سپکاوي ډکې بولي. منير چې د خپل هېواد د يوه وګړي خوندیتوب د افغانستان د ټولو خلکو له ژوند څخه مهم ګڼي، په حقيقت کې د يوه مسلمان ملت د ارزښتونو سپکاوی دی.»

په خبرپاڼه کې د فصيح‌الدين فطرت په حواله ویل شوي چې د پاکستان پوځ نه شي کولی د خپلو هېوادوالو امنیت تامین کړي او د خپلو نیمګړتیاوو پړه پر نورو ور اچوي.

فطرت ویلي، د پاکستاني چارواکو غیر مسوولانه څرګندونې نه یوازې دا چې ستونزه نه حل کوي، بلکې دا د دواړو ګاونډیو هېوادونو د اړیکو پر زيان هم بولي.

فطرت زیاته کړې:«  پاکستان خلک باید د خپلو حکومتي چارواکو له لوري د داسې مغرضو نظریو پر وړاندې غبرګون وښيي، چې د دوو ګاونډیو اسلامي هېوادونو ترمنځ د کرکې لامل کېږي. زه ویلی شم د غیر مسوولانه نظرونو څرګندول نه یوازې دا چې ستونزه نه حل کوي، بلکې دا د دواړو ګاونډیو هېوادونو ښې اړیکې هم زیانمنوي.»

خو د پوځي او سیاسي چارو کارپوهان د عاصم منیر څرګندونې، د نوموړي مالوماتي خلا او تحریک کوونکې بولي او زیاتوي، چې پاکستان باید د افغانستان پر وړاندې له غیر مسوولانه څرګندونو لاس واخلي ځکه دا ډول څرګندونې د ښو اړيکو پر زيان دي.

د عاصم منیر وروستیو څرګندونو ته د سیاسي څېرو له لوري د غبرګونونو په شمول، په خواله رسنيو کې هم د عامو افغانانو له لوري غبرګونونه ښودل شوي.

خو اوس پوښتنه دا ده، چې پاکستان ولې د خپلو نا امنیو پړه پر افغانستان اچوي؟

د سیاسي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند وايي:« د پاکستان وروستي درېځونه ښيي چې پاکستان د افغاستان سولې، ټېکاو او پرمختګ په اړه ښه نیت نه لري. یو ځل بیا له خپلو دوه رنګه سیاستونو له لارې غواړي چې د افغانستان وضعیت ترینګلی او خراب کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د پوځ لوی درستز عاصم منیر چې په دغه هېواد کې د موفق په لحاظ تر ټولو ځواکمن کس بلل کېږي، تېره اوونۍ په اسلام اباد کې د زده‌کوونکو یوې غونډې ته په وینا کې د یوه پاکستاني‌ وګړي خوندیتوب له ټول افغانانو غوره بللی وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist