Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د زده کړو نړیواله ورځ ؛ افغانې زده کوونکې نجونې څه غواړي؟

د زده کړو نړیواله ورځ ؛ افغانې زده کوونکې نجونې څه غواړي؟

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/25

د جنورۍ ۲۴ مه د زده کړو نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا د زده کړونړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، زده کړې اړتیا ده او هېڅوک باید له دغه اساسي حقه محروم نه شي.

هغې زیاته کړه:« نن د ښوونې او روزنې  نړیوالې ورځې مبارکي وایم، ځکه چې دوامدارې سولې ته د رسېدو لپاره زده کړې یو اهمیت او مهم فرصت دی، زده کړه د افغانستان ټولو قشرونو نجونو، هلکانو او مېرمنو لپاره یوه مهمه اړتیا ده. افغانستان په تاريخي لحاظ نامتو څېرې لرلې او زده کړه د افغانستان په راتلونکي هر اړخیزه مثبته اغېزه لري، ځکه اقتصادي وده او نورو برخو کې پرمختګ له زده کړو پرته ناشونی دی»

اوتنبایو دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان  د زدکړو پر ارزښت ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې په دې برخه کې د افغان نجونو او هلکانو ملاتړ کوي.

یاد سازمان زیاته کړې:« د پوهنې او روزنې نړیوالې ورځې په مناسبت یو.اېن.اېڅ.سي.آر د نجونو او هلکانو له زده کړو ملاتړ ته دوام ورکوي، له ننګونو سره سره زده کړې د افغانانو لپاره د هېلو څراخ دی.»

سره له دې چې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو له تړلو یو کال تېرېږي خو ځېنې زده کړیالانې تمه لري چې دا حق به ورکول کېږي او خپلو هېلو ته به رسېږي.

افغان زده کړیاله مذلفه کاکړ وايي: « نړۍ دا ورځ ډېره په خوښۍ نمانځي، د زده کړو په ارزښتونو او په ټولنه کې د هغې پر اغېزو بحثونه کېږي؛ خو له بده مرغه د دې ورځې په رارسېدو سره زموږ په هېواد کې نه یوازې دا چې نمانځنه نه کېږي، بلکې هغه درد چې د دې هېواد د ښځو او نجونو په زړه کې دی د بیان وړ نه دی. له درېیو کلونو راهیسې د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې تړل شوې دي، پوهنتون او د کورسونو دروازې هم همداسې؛ لنډه دا چې د نجونو پرمخ د زده کړو ټولې لارې تړل شوې دي. دا چې دا څومره په ټولنه، شخصیت او آن د دوی په خپل روح او روان اغېز لري دا هم د بیانولو وړ نه دي.»

د جنورۍ ۲۴مه د زده کړو نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې د زده کړو بهیر نیمګړی دی او شاوخوا ۸۵۰ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګې پورته نجونې ښوونځیو او ۳۹۶ ورځې کېږي چې ښځېنه زده کړیالانې پوهنتون د تګ اجازه نه لري

خو مسوولین وايي، دغه پرېکړه دایمي نه ده او د حل لپاره یې په چټکۍ سره کار روان دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist