د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اعلان وکړ چې د اسلامي امارت ټولو هغو غړو ته چې د نهم او دولسم ټولګیو اسناد لري او یا هم د دغو اسنادو معادل یې خصوصي زده کړې کړي وي؛ په تخنیکي او مسلکي برخو کې ورته زده کړې پیل کوي.
د یادې ادارې سرپرست غلام حیدر شهامت وايي، دغه برنامه یې یوازې د اسلامي امارت غړو لپاره پیل کړې چې مدیریت او دفتر په برخو یې زیات تمرکز شوی.
د شهامت په خبره، د دغه ښوونیز پرګرام له مخې به جذب شویو کسانو ته د یو نیم کال په موده کې اسلامي ثقافت، د مدیریت اصولو، دعامه مدیریت مفاهیمو، د دفتر مهارتونو، د اسنادو او فایلونو د تنظیم، بشري منابعو مدیریت، د پلان جوړونې او تطبیق، څار او راپور ورکونې، احصایې، اقتصادي حقوق او همدا راز د محاسبې په برخو کې به تر ۱۴ م ټولګي زده کړې ورکړل شي.
هغه زیاتوي: « د مدریت په برخه کې د روزنې طرحه د هېواد په کچه ۳۴ ولایتونو کې یوازې د مجاهدینو لپاره په پام کې نیول شوې. یاده ښوونیزه برنامه له رسمیاتو مخکې او یا هم وروسته تطبیق کېږي. مجاهدینو ته د مدیریت په برخه کې نظري درسونه، عملي کارونه او د عملي کارونو ترسره کولو پروژې ورکول کېږي. امارتي او خصوصي ادارې مکلفې دي چې د مجاهدینوعملي کارونو د پروژو په ترسره کولو کې له دوی سره مرسته وکړي. دا برنامه په یو نیم کال کې تطبیق کېږي.»
د تخنیکي او مسلکي زه کړ و ادارې سلاکلار عبدالهادي مجاهد بیا وايي، یادې زده کړې به له کاري وختونو وړاندې او وروسته ورکول کېږي او هغه کسان چې دندې هم لري کولی شي چې له دغه فرصته ګټه واخلي.
د مجاهد په باور له دې سره به تر ډېره هغه ستونزې حل شي چې اوس د دولتي ادارو په کاري برخو کې موجودې دي.
مجاهد زیاته کړه: « په زرګونو مجاهدین به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په دوو کټګوریو کې تر روزنې لاندې نیول کېږي او هغوی به د خپلو اخلاقي وړتیاوو ترڅنګ اداري او مسلکي وړتیاوې هم ترلاسه کوي او لکه څنګه یې چې د ازادۍ په لاره کې د خپل ولس حفاظت لپاره سپر په توګه ولاړ وو دغسې به د خادم په توګه په ادارو کې هم ولاړ وي.»
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دغې نوې ښوونیزې طرحې له مخې به د کمپیوټر زده کړو ترڅنګ جذب شویو کسانو ته د عربي او انګلیسي ژبو زده کړې هم ورکړل شي چې په اوسنیو شرایطو کې مهمې بلل کېږي.